د لاس رسي وړ اتصالات

د دوحې د غونډې پای؛ ګوتېرش: اوس یې وخت نه دی چې طالبانو سره مخامخ ووینم


انتوني ګوتېرش
انتوني ګوتېرش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش په دوحه کې د افغانستان د وضعیت اروزنې د غونډې په پای کې ویلي دي چې نغواړي اوس مستقیمآ له طالبانو سره وویني.

په دې غونډې کې طالبانو ته بلنه ورکړل شوې نه وه. یو خبریال نن سه شنبه مۍ دویمه (غوايي ۱۲) له انتوني ګوتېرش څخه وپوښتل چې هغه به په کومو شرایطو کې له طالبانو سره مستقیم وکتلای شي. ګوتېرش وویل: «کله چې مناسب وخت وي چې ویې کړم، دا امکان به رد نکړم- خو نن یې ښه وخت نه دی چې [طالبانو سره ملاقات] وکړم.»

ګوتېرش په دوحه کې د افغانستان د وضعیت ارزونې په اړه جوړ شوي کنفرانس په پای کې په یوې خپرې شوې اعلامیې کې په افغانستان کې ترهګرۍ، همه شمول حکومت نشتوالي او مخدره موادو قاچاقو ته اشاره کړې ده.

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د دفتر مسئول سهیل شاهین ویلي دي په هغو غونډو کې چې د طالبانو استازي نه وي، اغیز نلري. هغه ویلي دي: «څنګه کېدای شي د داسې غونډو، چې موږ په کې نه یو، پرېکړې ومنل شي او یا عملي شي؟ دا تبعیضي او غیر منصفانه دی. »

د ملګرو ملتونو په دغې غونډې کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړو استازو برخه اخیستې وه، انتوني ګوتېرش وايي چې پر افغانستان غونډه د یو نړیوال روش د ایجاد په اړه وه.

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ممکن په دې غونډې کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه بحثونه وشي، خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا راپورونه رد کړل.

په دې غونډه کې د چین، فرانسې، جرمني،‌ هند، اندونیزیا، ایران، جاپان،‌ قزاقستان، قرغیستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان ، تاجیکستان،‌ ترکیې، ترکمنستان، متحده عرب اماراتو، بریتانیا، متحده ایالتونو، اوزبیکستان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو ګډون کړی و.

انتوني ګوتېرش وویل چې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاقو د زیاتېدو، افغانستان د ثبات او په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو د موجودیت او د هغوی د خطر په اړه اندېښنه وښوده. نوموړي وویل چې د طالبانو وروستیو پرېکړو په افغانستان کې همه شمولیت او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونه کمزوري کړي دي.

په پام کې ده چې ملګري ملتونه په اینده کې د افغانستان په اړه همداسې یوه بله غونډه هم وکړي.

ګوتېرش وویل چې د افغانستان اوسنی وضیعت په نړۍ کې لوی بشري بحران دی؛ د دغه هېواد ۹۷ سلنه نفوس په فقر کې ژوند کوی او د ټول نفوس دویمه برخه یې بشري مرستو ته اړتیا لري، شپږ میلیون ماشومان، نارینه او ښځې قحطۍ ته نژدې شوي او له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې هم مخ په کمېدو دي.

په ښځو باندې محدودیتونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل په افغانستان کې د نړیوالو ادارو په ښځینه کارکوونکو باندې د طالبانو لګول شوي محدودیتونه د منلو نه دي.

هغه وویل: «اجازه راکړئ واضحه یې ووایم. موږ به هېڅکله هم د ښځو او نجونو په حقونو باندې د بې سابقه بریدونو په اړه غلي پاتې نشو. موږ به تل هغه وخت غږ اوچتوو چې میلیونونه ښځې او نجونې غلې کړل کېږي او له صحنې څخه اېستل کېږي.»

انتوني ګوتېرش دا محدودیتونه د بشري حقونو او د نړیوالو قوانینو په اساس د افغانستان د مکلفیتونو څخه ښکاره سرغړونه وبلله، هغه پرېکړه چې عملا د«افغانستان پرمختګ ټکنی» کوي. خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا خبره وکړه چې دا سازمان به د افغانستان له خلکو سره ژمن پاتې وي.

XS
SM
MD
LG