د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو له پاکستان څخه د څه کم ۵۰۰زره نورو افغان کډوالو د ستنېدو اټکل کړی


د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" په یو راپور کې په راروانو میاشتو کې له پاکستان څخه افغانستان ته له ۴۸۳ زرو څخه د زیاتو نورو افغان کډوالو د ستنیدلو اټکل کړی دی.

اوچا ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې به ددغو ټولو مجموعي ستنیدونکو کډوالو ۹۸ فیصده سره به د مرستې رسونې د پروګرام له لارې مرستې وشي.

د ملګروملتونو ددغې ادارې په راپورکې چې د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲( سلواغې ۲۳) خپور شوی ویل شوي چې د پاکستان د لنډ مهاله حکومت پالیسي چې د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال یې په نښه کړي د تیر ۲۰۲۳ کال په وروستیو دریو میاشتو شاوخوا نیم میلیون افغان کډوال له دغه هیواد څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان لنډ مهاله حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درییمه په یوه پریکړه کې له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو پریکړه وکړه.

د اوچا په راپورکې ویل شوي چې په اوږده موده کې د ستنو شویو کډوالو ځای په ځای کیدل، افغانستان کې په پراخه کچه د ځمکې لاندې ماینونه او ناچاودو توکو شتون، د ښځو پر ازادیو او حقونو باندې دوامداره محدودیتونه، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي زیاتوالی، کارګر ماشومان، له وخت دمخه ودونه، اقلیم بدلون په ځانګړي ډول زلزلې او وچکالۍ په دې معنی دي چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې هم د لومړۍ درجې د ساتنې بحراني حالت کې پاتې کیږي.

اوچا ویلي چې د بشري مرستو د طرحې پر اساس به په ۲۰۲۴ کال کې ۲۳.۷ میلیونه افغانان چې د افغانستان د وګړو نیمايي څخه زیات شمیر دی په یو ډول بشري مرستو ته اړتیا ولري.

خو د ملګروملتونو دغې ادارې ڼینګار کړی چې د دې ټولو مرستو ته اړو افغانانو له ډلې به ۱۷.۳ میلیونو کسانو سره چې ترټولو زیانمنوونکو افغانانو په ډله کې شمیرل کیږي د هغو کسانو په ګډون چې معلول دي د مرستو په خپل پروګرامونو کې ترپوښښ لاندې راولي.

ملګروملتونو د مرستو د چمتوکولو ددغه پروګرام د تطبیق لپاره په روان ۲۰۲۴ کال کې د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې ده.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" ویلي چې ددې بودیجې له لارې به مرستو ته د اړو افغانانو سره په اضطراري ډول د اوبو د چمتو کولو ، روغتیا، ساتنې، خوړو خوندیتوب، کرهڼې، زده کړو، تغذیه، او سرپناه په برخو کې مرستې برابرې شي.

د ملګروملتونو د انکشاف د پروګرام د یو راپور پراساس کورنۍ، ښځې او نجونې لا همداسې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته د رامنځ ته شوي انساني ناورین او اقتصادي بحران پیټی پرخپلو اوږو وړي.

په دې راپور کې ویل شوي چې اوس مهال له هرلسو افغانانو څخه اوه تنه یې د معیشت په برخه خوندي نه دي او په دوو پرله پسې کلنو کې له هرو پنځه کورنیو څخه څلور یې د وچکالۍ او یا د اقتصادي ټکانونو سره مخ شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG