د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په تیرو ۱۵ ورځو کې شل زره افغان کډوال له دغه هیواد څخه شړلي


له ایران څخه افغانستان ته ستنیدونمي کډوال
له ایران څخه افغانستان ته ستنیدونمي کډوال

د ایران سرحدي چارواکي وايي چې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په ترڅ کې یې په زرګونو نور افغان کډوال هم په دې وروستیو ورځو کې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ایران د خراسان رضوي د ولایت سرحدي ځواکونو قوماندان مجید شجاع خبریالانو ته ویلي چې په دغه هیواد کې د غیرقانوني کډوالو د پیژندنې او ورسره د قانوني چلند بهیر دوام لري.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې ښاغلي شجاع ویلي چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې د میاشتې د لومړۍ ورځې څخه د همدې میاشتې تر ۱۵ ورځې شل زره افغان کډوال چې ددغه ایراني چارواکي د وینا پراساس په غیر قانوني ډول ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې اوسیدل د دوغارون سرحد له لارې افغانستان ته ستانه کړي او د طالبانو سرحدي چارواکو ته یې سپارلي دي.

دغه ایراني چارواکي له افغانانو غوښتي چې د قانوني اسنادو د لرلو په صورت کې دې ایران ته سفر وکړي او که نه د قانوني اسنادو پرته به هغوی د قانوني چلند سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړیوال سازمان د موندنو له مخې ایران ته د تلوونکو او له دغه هیواد څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو تګ راتګ شمیر نږدې یو شان دی.

دغه سازمان په دې وروستیو کې په یو راپور کې ویلي چې د تیرې جنورۍ د میاشتې د ۲۸ او د روانې فبرورۍ میاشتې تر درییمې ورځې پورې شاوخوا ۱۷ زره او ۴۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي چې په همدې موده کې له افغانستان څخه ایران ته له ۱۵ زرو څخه زیات افغانان تللي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو د بیا موندنې د سیستم د پروګرام له لارې د سرحد په اوږدو کې د څارنې او تګ راتګ په برخه کې خپل فعالیت بیرته پیل کړی دی.

دغه سازمان ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د لسمې ورځې څخه یې د ایران او پاکستان سره په څلورو سرحدي سیمو کې د بیا موندنې ټیمونه ځای پرځای کړي دي.

ددغه سازمان د ارزونو له مخې له ۱۸۰۰ څخه زیاتو افغانانو سره چې د افغانستان او ایران په سرحد کې مرکه شوې د هغوی ۷۲ فیصدو ویلي چې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله له ایران څخه افغانستان ته شړل شوي وو.

همداشان دغه سازمان له ۸۰۰ څخه زیاتو افغانانو سره چې پر قانوني اسنادو یې ایران ته سفر کوه مرکې کړي چې ۶۸ فیصدو کسانو ایران ته د تللو دلیل اقتصادي ستونزې ښودلي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرنو له مخې اوس مهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغانان دیره دي چې په دې شمیر کې هغه کسان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته یې دغه هیواد ته سفر کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې اوس مهال په ایران کې ۲.۶ میلیونه افغانانو نومونه ثبت شوي او ۷۵۰ زره نور په دغه هیواد کې د' امایش' په نوم د کډوالو کارتونه لري.

د نوي میلادي کال په سر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په ایران، پاکستان او افغانستان کې د ستنیدونکو افغان کډوالو د خیرښیګڼې د چارو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۲۵۲.۱ میلیون ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه.

دغې کمیشنرۍ ویلي و چې دا پیسې به په دغو هیوادونو کې د کډوالو د روغتیا، زده کړو، خوړو د خوندیتوب، تغذيي، سرپناه او نغدو مرستو په برخو کې په مصرف ورسیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG