د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو یو جګپوړي چارواکي پاکستان ته خپل سفر وځنډاوه


د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې نوی ټاکل شوی مشر، ترکی دیپلومات ولکان بوزکیر
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې نوی ټاکل شوی مشر، ترکی دیپلومات ولکان بوزکیر

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې نوي ټاکل شوي مشر، ولکان بوزکیر ویلي چې پاکستان ته یې خپل سفر ځکه ځنډولی چې په پرواز کې تخنیکي ستونزې پیدا شوي.

ټاکل شوې وه چې ښاغلی بوزکیر چې د ترکیې دیپلومات دی نن د یکشنبې په ورځ، جولای ۲۶ (زمري۵) اسلام آباد ته رسیدلی وی. د پاکستان د بهرنیو

چارو وزارت هم ویلي چې د ملګرو ملتونو ددې چارواکي سفر ځنډیدلی.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ټویټر کې لیکلي، " سترګې په لار یم چې ډیر ژر پاکستان ته د راتګ هرکلی درته ووایم او دا سفر به ګټور وي.

ښاغلي قریشي همدارانګه ویلي و چې په پام کې وه د ملګرو ملتونو ددې چارواکي سره د کشمیر د جنجال تر څنګ په ګڼ شمیر موضوعاتو خبرې وکړي. پاکستان د ملګرو ملتونو نه غواړي چې د کشمیر د جنجال په حل کې دې د خپلو پریکړه لیکونو پر اساس مداخله وکړي.

XS
SM
MD
LG