د لاس رسي وړ اتصالات

هند له چین او نورو ګاونډیانو سره د تجارت قوانین سخت کړل


په دې وروستیو کې د هند او چین روابط خراب شوي دي
په دې وروستیو کې د هند او چین روابط خراب شوي دي

د هند حکومت د ګاونډیو هېوادونو سره د تجارت او سوداګرۍ لپاره نوي قوانین او اصول اعلان کړل.

د هند حکومت وايي د ګاونډیوهېوادونو تجارتي ‌شرکتونه باید د دغه هېواد د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزاررتونو څخه سیاسي ‌او امنیتي اجازه ولري چې کاروبار وکړي او له حکومته قراردادونه ترلاسه کړي.

داسې ویل کیږي چې په دغه کار سره د هند لوی هدف چین دی چې په دې وروستیو کې یې له هند سره اړیکې خورا ترېنګلې شوي دي، خو حکومت وايي چې د دغه کار هدف یې د امنیتي‌ او دفاع امنیت غښتلي کول دي.

په نوي ډیلي کې د جواهر لال نهرو د پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي یو پروفیسور بېواجېت وايي چې هند د بیا رغونې په برخه کې پر چین ډېره تکیه کوي او دا به یو لوی بدلون وي.

تېره میاشت هند د چین د یو مشهور اپلېکشن «ټک ټاک» په ګډون ۵۹چینايي او نور اپلېکېشنونه بندل کړل. د هند د فدرال یو وزیر شنکر پراساد وویل چې دا کار یې د هندیانو د شخصي معلوماتو د خوندیتوب لپاره کړی دی.

څو ورځې مخکې د هند او امریکا ترمنځ‌ د سوداګرۍ په یوې غونډې کې چې انلاین وه، د هند صدراعظم نریندرا مودي وویل چې د هند پرمختګ د یو داسې ملت د تجارتي فرصتونو په مانا ده چې تاسو پرې باور کولی شي.

په همدغې غونډې کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې هند دا فرصت لري چې د وسایلو او په خاص ډول د مخابراتي او طبي وسایلو د انتقال په برخه کې پر چین تکیه کمه کړي. هغه وویل چې ډېر هېوادونه په هند باور کوي.

د واشنګټن او ډیلي‌ ترمنځ روابط له هغه وروسته نور هم نژدې او ښه وي چې د هند او چین سرتېرو ترمنځ د لادک ایالت په سرحدي سیمه کې جګړه وشوه او لږ تر لږه ۲۰ هندي سرتېري ووژل شول.

دواړو هېوادونو زرګونه سرتېري سرحد ته استولي‌ او ځای په ځای کړي‌دي او د دغو هېوادونو ترمنځ د شخړې د حل لپاره په خبرو کې ډېر کم پرمختګ شوی دی.

XS
SM
MD
LG