د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: تیر کال ۷۰۰ افغان ماشومان ناچاودو توکو مړه یا معلول کړي


عکی: ارشیف - د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې د ټپي شویو ماشومانو درملنه
عکی: ارشیف - د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې د ټپي شویو ماشومانو درملنه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په افغانستان کې له جګړې څخه د پاتې شویو ناچاودیدونکو توکو د چاودنې له امله د مرګ ژوبلې پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې یوازې په ۲۰۲۲ کال کې په دغه هېواد کې ۷۰۰ ماشومان وژل شوي او یا معلول شوي دي.

یونیسف د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري ۶) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پدې کال کې د دغو چاودنو له امله په اوسط ډول هره ورځ دوه افغان ماشومان وژل شوي یا معلول شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې پدې کال کې د مړو او معلول شویو کره شمېر نه ده په ډاګه کړی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق زیاته کړې، چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د دغه هېواد په ځینو ځایونو کې د جګړې له امله د پاتې شویو ناچاودو توکو د چاودنې له امله اته ماشومان وژل شوي دي.

یونیسف په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې دغه ماشومان په کومو ولایتونو کې وژل شوي، خو ټینګار یې کړی چې دا ماشومان هغه مهال د چاودنو قرباني شول چې د خرڅلاو لپاره د فلزاتو په راټولولو او د جګړې څخه د پاتې شویو شیانو سره په لوبو کولو بوخت وو.

ملګرو ملتونو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ناچاوده توکي په افغانستان کې پر ماشومانو ناوړه اغیز لري.

د یونیسف په اعلامیه کې ویل شوي، اړتیا ده چې ټول په دې هېواد کې د ماشومانو د ساتنې لپاره کار وکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق همداشان ټینګار کړی چې دوی د ماشومانو او د ټولنې نورو غړو لپاره د ماینونو د خطرونو په اړه د زده کړې د پروګرامونو په زیاتولو بوخت دي.

ملګرو ملتونو همداراز زیاته کړې، چې دوی به د زیانمن شویو ماشومانو له کورنیو سره رواني او ټولنیزې مرستې هم وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله دا هېواد د نړۍ په کچه د چاودیدونکو مهماتو د ککړتیا تر ټولو لوړه کچه لري او په خپله خاوره کې تر ټولو زیات ماینونه او ناچاوده توکي لري.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د فبرورۍ په ۲۷مه په یو ټویټ کې وویل چې په روان کال کې په دغه هېواد کې د پلټنو، د چاودېدونکو توکو د ختثی کولو، ماین پاکولو او د خطرونو د ارزونې په برخه کې ۱۸،۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

اوچا ویلي وو چې دا بودجه به د چاودنو له پیښو څخه د ۱.۴ میلیون ژوندي پاتې شویو سره د مرستې لپاره هم وکارول شي. د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا د افغانستان ۴،۹ میلیونه وګړي هغه اړ خلک دي چې په چاودنو کې زیانمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG