د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغان میرمنو په اړه بیړنی بحث کوي 


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا یو ویاند د جمعې په ورځ جون ۲۴مه (چنګاښ دریمه) وویل، په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د ازادۍ مخ په خرابیدو وضعیت په اړه یو بیړنی بحث کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي شورا ویاند په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې ددې بحث غوښتنه د پنجشنبې په ورځ ناوخته فرانسې او اروپايي ټولنې کړې ده او تمه ده چې دا بحث د جولای په لومړۍ نېټه د دغې شورا د روانې ۵۰مې غونډې په ترڅ کې وشي.

نورو هیوادونو هم د پاریس او بروکسل له غوښتنې وروسته د هغه ملاتړ کړی دی.

د تیر اګست په میاشت کې په افغانستان کې له واکمن کیدو وروسته طالبانو د ښځو څخه ټولې هغه لاسته راوړنې بیرته واخیستلې چې په تیرو دوو لسیزو کې یې ترلاسه کړې وې او زده کړو، دولتي دندو او د تګ راتګ د ازادۍ په ګډون یې د ښځو او نجونو ازادۍ محدودې کړي دي.

فرانسې او اروپايي ټولنې د بشري حقونو د کمیسیون رئیس ته په یوه لیک کې ویلي، "د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت د پام وړ خرابوالی د دې شورا بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري."

په بیان کې همداشان ویل شوي چې، "د دې بیړني بحث وروسته، موږ به له شورا څخه وغواړو چې یو هغه پریکړه لیک وارزوي چې موږ به یې ژر تر ژره د مسودې متن وویشو."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۴۷ غړي هیوادونه کولی شي د بیړنۍ مناظرې غوښتنې وړاندې کړي. فرانسه او د اروپايي ټولنې اووه نور غړي هېوادونه په دې شورا کې غړیتوب لري.

د ۲۰۰۶ کال راهیسې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا رامنځته شوې تر اوسه پورې، ددې شورا په منظمو غونډو کې اوه عاجل بحثونه ترسره شوي دي چې تر ټولو وروستی بحث یې د مارچ په میاشت کې د اوکراین په اړه و.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشر تېره اونۍ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو "منظمه ځپنه" وغانده او خبرداری یې ورکړ چې هغوی له یو "کړکیچن" حالت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې میشل بیچلیټ شورا ته وویل، له هغه وخته چې طالبان واک ته رسیدلي، افغانان "د یو نسل تر ټولو تیاره شیبې تجربه کوي."

د فرانس پرس اژانس وایي په افغانستان کې په لسگونو زره نجونې د منځني او لیسه ښوونځيو څخه بې برخې شوي او ښځې ډیرو دولتي دندو ته د بیرته ستنیدو څخه منع شوي دي.

همداشان ښخې د ځانته سفر کولو څخه محرومې شوي او یوازې کولای شي د کابل ښار د عامه باغونو او پارکونولیدنه له نارینه وو څخه په جلا ورځو کې وکړي.

XS
SM
MD
LG