د لاس رسي وړ اتصالات

د یوناما مرستیال:  طالبان لا هم د مخکني حکومت غړي په نښه کوي


د یوناما مرستیال رامز الاکبروف
د یوناما مرستیال رامز الاکبروف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي‌استازي دفتر [یوناما] مرستیال رامز الاکبروف وايي چې په افغانستان کې د بشري‌ حقونو وضعیت متزلزل دی او د طالبانو له لوري د «عمومي عفوې » له ادعاو سره سره دوی د قتل او بشري حقونو د سرغړونو قوي اسناد او شواهد ترلاسه کړي دي.

ښاغلي الاکبروف د پنجشنبې په ورځ جون ۲۳ (چنګاښ دویمه) د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وویل چې طالبان لا هم د مخکني حکومت غړي په نښه کوي.

نوموړي وویل چې باید د دغو کارونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وشي. هغه زیاته کړه: «د دغو سرغړونو د مخنیوي او د سرغړوونکو سره د حساب او کتاب لپاره باید طالبان نور عملي اقدامات وکړي.»

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول او له هغه وروسته د بشري حقونو ځینو نړیوالو ادارو داسې راپورونه خپاره کړل چې طالبانو د افغانستان د مخکني حکومت لسګونه عسکر او کارکوونکي نیولي، وژلي، ژوبل کړي،‌بندیان کړي‌ او یا یې تري تم کړي‌ دي.

که څه هم طالبانو د لسګونو عسکرو د وژلو ادعاوې رد کړې خو، د دفاع وزیر ملا یعقوب یې منلې وه چې د دوی ځینو جنګیالیو د محکمې له حکم پرته په ځینو سیمو کې د مخکني حکومت ځیني غړي نیولي دي.

د یوناما مرستیال همدغه راز وویل چې طالبانو په افغانستان کې «د سوله ایزو غونډو او مذهبي ازادیو په ګډون د خلکو اساسي بشري حقونه په پراخه پیمانه محدود کړي او د مخالفینو ځپل او د مدني فضا محدودول یې زیات کړي‌» دي. نوموړي ‌وویل د طالبانو د دغو اقدماتو له کبله لوی زیان افغان نجونو او ښځو ته رسېدلی چې په سیاسي، مدني او اقتصادي‌ برخو کې یې ګډون محدود شوی دی.

ښاغلي الاکبروف وویل چې په دغو محدودیتونو کې د طالبانو له لوري تر شپږم ټولګي‌ ورپورته د نجونو د ښوونځیو تړل، له محرم پرته د ښځو په تګ راتګ بندیز او دا ډول نور بندیزونه شامل دي.

طالبانو د خپلو ژمنو سره سره لا هم په افغانستان کې تر شپږم ټولګي‌ورپورته تر «امرثاني پورې» د نجونو ښوونځي تړلي، ښځو له ځینو استثنايي برخو پرته، ‌د کار کولو اجازه نلري، له محرم پرته سفر نشي کولای او همدغه راز د باندې د تګ راتګ په مهال یې د مخ پټول جبري کړي دي. طالبان وايی د «اسلامي شریعت په اساس ښځو ته د تعلیم او کار اجازه» ورکوي.

ښاغلي الاکبروف وویل چې یوناما به د افغانستان د خلکو د حقونو د ساتلو او حفاظت لپاره خپل غږ اوچتوي او کار روان ساتي. همدغه راز یې د ښځو په مظاهرو بندیز لګولی او ځینې مظاهره کوونکې یې نیولې هم وې. طالبانو تر دې مخکې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه راپورونه او ادعاوې ردې کړې وې.

د یوناما مرستیال همدغه راز په افغانستان کې د بیکارۍ د زیاتېدو او اقتصادي وضعیت د خرابوالي له کبله هم اندېښنه وښوده او وویل چې ښايي د ۲۰۲۲ تر پای پورې د بیکارۍ کچه ۴۰ سلنې ته لوړه شي په داسې حال کې چې تېرکال دا وخت یوازې ۱۳ سلنه وه.

د طالبانو له راتګ وروسته نړیوال سازمانونه له افغانستان څخه ووتل او له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې مستقیمې مرستې بندې شوي چې ورسره زرګونه خلک بېکار شول.

تر دې مخکې ملګروملتونو په یو راپور کې ویلي وو چې طالبانو د روان میلادي کال د اپریل له میاشتې وروسته افغانستان کې خپل واک قوي کړی او ۴۱ غړي، چې نومونه یې د ملګروملتونو د بندیزونو په لیست کې دي، په کابینه او نورو لوړو څوکیو کې ګمارلي دي.

په دغه راپور کې د القاعدې د ډلې د مشر له خوا د طالبانو مشر ته د بیعت د بیا نوي کولو یادونه هم شوې او ویل شوي چې د ملګروملتونو د غړو هیوادونو ارزونې ښيي چې القاعده په افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه لري. د ملګروملتونو د عمومي منشي په وروستي راپور کې افغانستان کې د داعش د ډلې فعالیت ته هم اشاره شوې او ویلي یې دي چې دغې ډلې یو ځل بیا په دغه هیواد کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

خو د طالبانو حکومت په افغانستان د القاعدې د شتون او ازاد فعالیت په اړه راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیچا ته به د دې اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د کوم هیواد پرخلاف وکاروي.

XS
SM
MD
LG