د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتوران: په طالبانو او ملاتړو هیوادونو یې باید بندیز ولګول شي


د امریکا د کانګرس د جمهوري غوښتونکي ګوند د سناتورانو یوې ۲۲کسیزه ډلې د یوې طرحې وړاندیز کړی چې په افغانستان کې پر طالبانو او په ټولو هغو هیوادونو باندې چې ددغې ډلې ملاتړ کوي بندیزونه ولګول شي.

پدغه وړاندیز شوې طرحه کې چې "د ترهګرۍ سره د مبارزې قانون، د افغانستان څارنه او ځواب وینه" نومول شوې، طالبان پکې په ترهګرۍ، د مخدره موادو په قاچاق او د بشري حقونو نه په سرغړونو تورن شوي دي.

د امریکا د کانګرس د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې لوړپوړي غړي جیم ریش چې پدې طرحه کې د جمهوري غوښتونکو سناتورانو مشري کوي د ټویټر په یو پیغام کې لیکلي دي چې "د افغانستان څخه په بیړه او غمیزه زیږونکي توګه وتلو" په اړه د ولسمشر جو بایډن د تصمیم زیږنده "مهمې مسلې" ارزونه کوي.

ددغې وړاندیز شوې طرحې له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر باید د ۲۰۰۱څخه تر ۲۰۲۰پورې د طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ، د طالبانو په یرغل کې د پاکستان ونډه چې د افغانستان د حکومت د سقوط سبب شو او د پنجشیر په ولایت او د مقاومت په جبهې باندې د یرغل په ترڅ کې د طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ په هکله خپله ارزونه کانګرس ته وړاندې کړي.

سناتور ریش سنا ته ددې طرحې د وړاندې کولو پر وخت وویل چې د افغانستان څخه په بیړه د وتلو په هکله د جو بایډن د تصمیم ازرونه به دوام ولري. هغه وویل: "ناڅرګند شمیر امریکایان او د هغوی افغان متحدین په افغانستان کې پريښول شوي او د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي."

جمهوري غوښتونکي وکیلان هڅه کوي داسې وښیي چې ولسمشر بایډن د افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په برخه کې د پوځ د لوړپوړو مشرانو او منصبدارانو سپارښتنې له پامه غورځولي دي.

خو ولسمشر بایډن تل د خپل تصمیم دفاع کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په اړه یې تصمیم د دپلوماتیکو او پوځي مقاماتو په مشوره او د امریکا د ملي ګټو په پام کې نیولو سره نیولی دی.

سناتور ریش وویل: "د امریکا د متحده ایالاتو په وړاندې د نوي تروریستي ګواښ سره مخامخ یو او طالبان په غلطه توګه په ملګرو ملتونو کې د په رسمیت پیژندلو هڅه کوي پداسې حال کې چې هغوی د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د افغانستان د خلکو بشري حقونه نقض کوي."

پدې طرحه کې راغلي دي چې متحده ایالات باید د طالبانو هیڅ غړی په متحده ایالاتو او یا ملګرو ملتونو کې د سفیر په توګه ونه مني.

دغه طرحه همداشان د ترهګرۍ سره د مقابلې د ستراتیژۍ د رامنځته کیدو او د طالبانو له واک څخه د هغو امریکایي تجهیزاتو د ایستلو لپاره د یو میکانیزم د رامنځته کیدو غوښتنه کوي چې اوس د طالبانو په واک کې دي. همداشان د هغو بنسټونو سره چې د طالبانو سره مرسته کوي د بهرنیو کومکونو پراخه ارزونه ددې طرحې بل وړاندیز دی.

دغو سناتورانو پدې طرحه کې ولسمشر هڅولی چې د اقتصادي او امنیتي ننګونو مفصله شرحه وړاندې کړي چې روسیه، چین او طالبان یې د جنوبي او مرکزي اسیا هیوادونو ته متوجه کوي او همداشان هغه ټکي روښانه کړي چې متحده ایالات کولای شي خپله دپلوماتیکه او اقتصادي همکاري د هند سره غښتلې کړي تر څو هغو ننګونو ته رسیدګي وشي چې د روسیې، چین او طالبانو له لورې سیمې ته متوجه دي.

XS
SM
MD
LG