د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه او روسیه د اوکرایین د غلو دانو د صادراتو په تړون خبرې کوي


ملګرو ملتونو او روسیې د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب ۲۲) د اوکرائین د غلو د صادراتو د تړون د نوي کولو په اړه خبرې اترې پیل کړې؛ هغه تړون چې د نړیوال خوراکي بحران په کمولو کې چې د مسکو لخوا په ګاونډي هیواد باندې د برید له امله رامینځته شوی مرسته کړې.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مشر مارټین ګریفیت په ژنیو کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته د رسیدو پر وخت پدې اړه خبریالانو ته تبصره ونه کړه او همداشان د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا ادارې UNCTAD مشرې ریبیکا ګرینسپان هم څه ونه ویل.

خو په ژنیو کې د روسیې ماموریت فرانس پرس اژانس ته تائید کړې چې خبرې اترې پیل شوي.

روسیې د تیر کال د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې پراخ پوځي یرغل وکړ چې د اوکراین د تور سمندر بندرونه یې په جنګي کښتیو بند کړل، تر هغه چې د جولاۍ په میاشت کې د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب د روسیې او اوکراین سره یو تړون لاسلیک شو چې د غلو دانو د صادراتو خوندي تیریدو ته یې اجازه ورکړه.

د ملګرو ملتونو په وینا، ددې سازمان او ترکیې په منځګړتوب د تور سمندر د غلو نوښت (BSGI) تړون په نتیجه کې څه دپاسه ۲۴.۱ میلیون ټنه غله صادره شوې ده.

د تور سمندر د غلو نوښت تړون چې پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي برید له امله د رامینځته شوي نړیوال خوراکي کړکیچ په کمولو کې یې مرسته کړې د مارچ په ۱۸ به په اوتومات ډول نوي شي که مسکو یا کیف اعتراض ونکړي.

خو کرملین ادعا کوي چې د روسیې د صادراتو په اړه موازي تړون ته درناوی نه کیږي.

په داسې حال کې چې د تور سمندر د غلو نوښت د اوکراین د غلو د صادراتو په اړه دی، د مسکو او ملګرو ملتونو ترمنځ د دویم تړون، موخه د روسیې د خوراکي توکو او د سرې صادراتو اسانتیا ده، چې په مسکو باندې د لویدیځ د بندیزونو څخه معاف دي.

تیره سه شنبه، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش کیف ته د سفر په ترڅ کې وویل چې د تړون غځول خورا مهم دي.

همداشان د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا ادارې مشرې ریبیکا ګرینسپان تیره چهارشنبه د اوکراین پلازمینې کیف ته د تړون په اړه د خبرو اترو لپاره تللې وه.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس د تړون له مخې د صادراتو نږدې نیمایي برخه جوار او له څلورمې برخې څخه زیات غنم دي.

د صادراتو شاوخوا ۴۵ سلنه پرمختللو هیوادونو ته لیږدول شوي. د غلو تر ټولو لوی ترلاسه کوونکی چین و، ورپسې اسپانیا، ترکیه، ایټالیا او هالنډ دي.

XS
SM
MD
LG