د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیریش طالبانو ته: زده کړو ته د لاس رسي په اړه د ټولو افغانانو د حقوقو ساتنه وکړئ


د ملګروملتونو عمومي منشي د کابل ښار په لوېدیځ کې د تیرې ورځې مرګونې چاودنې ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو حکومت باید زده کړو ته د لاس رسي په اړه د افغانستان د ټولو وګړو له حقوقو څخه ساتنه وکړي.

انتونیو ګوتیریش د دغه چاودنې د غندلو ترڅنګ ویلي: "اوسني چارواکي (طالبان) باید د توکم او جنسیت له تبعیض پرته خوندي زده کړو ته د لاس رسي په اړه د ټولو افغانانو د امنیت او حقوقو ساتنه وکړي

."

د طالب چارواکو د معلوماتو په اساس یاده چاودنه پرون جمعه سهار شاوخوا اووه بجې د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په کاج تعلیمي مرکز کې د کانکور ازموینې پرمهال رامنځته شوه.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي چې پدې برید کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۷ تنه ټپیان شوي دي. خو عیني شاهدان وایي د مړو او ټپیانو شمیر له دې لوړ دی. خو د کاج تعلیمي مرکز یوې منبع د امریکاغږ ته ویلي چې د دې برید د مړو شمیر ۳۰ ته لوړ شوی دی

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هیوادونو هم دغه چاودنه په سختو ټکو غندلې او د پيښې د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي ښودلې ده.

د یادې شورا غړو د شنبې په ورځ اکتوبر لومړۍ (تلې نهمه) په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې پر تعلیمی مرکزونو د بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې ده چې د دغه هیواد ټول وګړي باید زده کړو ته لاس رسئ ولري.

هغوی همدارنګه تروریزم د نړیوال امنیت او سولې لپاره یو جدي ګواښ بللی او د کابل د پروني برید عاملینو د مجازات غوښتنه یې کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي: "د امنیت شورا غړي د دغه کرغېړن عمل د تنظیم کوونکو، تمویلوونکو او ملاتړ کوونکو، د حساب ورکونې او محاکمې پر اړتیا ټينګار کوي. دوی له ټولو هیوادونو څخه وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو او امنیت شورا اړوند پرېکړه لیکونو مطابق دخپلو ژمنو په اساس په دې اړه له اړوندو چارواکو سره همکاري وکړي."

د کابل ښار په لوېدیځ په دشت برچي سیمه کې د تیري ورځې چاودنه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې ده.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، یونیسف، په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت او د برتانیې سفارت د کابل ښار په لویدیځ کې د کاج تعلیمي مرکز کې دننه د جمعې د سهار چاودنه په سختو ټکو سره غندلې ده او ددغې پیښې د قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

تر دامهاله د دغه چاودنې مسؤلیت هیڅ کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه پیښه یو لوی وحشت بللی او دا برید یې په سختو ټکو غندلې دی.

د دشت برچې اکثر اوسیدونکي د هزارو قومي اقلیت پورې اړوند شیعه مذهبه وګړي دي، د هغه اقلیت وګړي چې په تیرو دوو لسیزو کې د سخت دریځو اسلامپالو په ځانګړې توګه د داعش د بریدونو هدف شوي دي.

XS
SM
MD
LG