د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان سره د مرستو د اسانتیا پریکړه لیک تصویب کړ


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۲ (مرغومي اوله) له افغانستان سره د بشري مرستو د اسانتیا لپاره د متحده ایالاتو له لورې وړاندیز شوی پریکړه لیک تصویب کړ.

په پریکړه لیک کې راغلي چې "د پیسو ورکړه، نورې مالي شتمنۍ یا اقتصادي منابع او په وخت سره ددې کمکونو د انتقال څخه د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره د توکیو او لازمو خدماتو برابرول او یا ددغه ډول فعالیتونو څخه ملاتړ مجاز دی".

په پریکړه لیک کې همداشان راغلي چې دغه مرستې "په افغانستان کې د لومړنيو بشري اړتیاو" ملاتړ کوي او د طالبانو اړوند بنسټونو باندې د لګیدلو بندیزونو څخه "سرغړونه" نده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د امنیت شورا دغه اقدام یو "ښه ګام" ګڼلی او د فرانس پرس اژانس ته یې ویلي: "دغه اقدام ستایو ځکه د افغانستان د اقتصادي وضعیت سره مرسته کوي."

ښاغلي مجاهد هیله څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه هم د طالبانو اړوند بنسټونو باندې د بندیزونو د لرې کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د امنیت شورا له دغه تصمیم څخه هرکلی کړی او د یوناما مشرې ډیبرا لاینز، هغه د افغانستان د خلکو د ملاتړ په اړه یو لوی ګام ګڼلی دی.

په لومړني غبرګون کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نن ورځې اقدام پر طالبانو د بندیزونو په وړاندې د یو بشردوستانه استثنا د رامنځته کولو په حیث هرکلی کړی دی، خو استدلال یې کړی چې باید په افغانستان کې د اقتصاد د پاشل کیدو او رنځ د مخنیوي لپاره زیات اقدامات ترسره شي.

ددې کمیټې رئیس ډیوید میلیبند، ویلي چې دغه پریکړه لیک پداسې وخت کې تصویبیږي چې نهه میلیونه افغانان له قحطۍ سره مخامخ دي او افغان کورنۍ د ژمي له یخنۍ سره لاس او ګریوان دي.

د امریکا د متحده ایالاتو مخکنۍ وړاندیز شوې قطعنامه چې په کې د هر مورد ځانګړې ارزونه او بیا د بندیزونو په اساس د معافیت ورکول ذکر شوي وو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوو دایمي غړو روسیې او چین له لورې ویتو شوی وه.

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژانگ جون، د دوشنبې په ورځ په خپل ټویټر ولیکل چې: "باید د افغانستان سره بشري مرستې او حیاتي مرستې پرته له هیڅ ډول مانع څخه وشي. "

دغه پریکړه لیک د یو کال لپاره د اعتبار وړ دی. د مودې محدودول لومړی د پریکړه لیک په مسوده کې نه و ذکر شوي، خو بیا د واشنګټن او د هغې د غربي متحدینو او هند د رضایت د راجلبولو لپاره د کمکونو د دقیق کنترول او معیاد په اړه یې انتقاد کړی و بیا دغه یو کال موده په کې زیاته شوه.

د اګست په ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په متحده ایالاتو او نورو هیوادونو کې د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا ۹.۵ میلیارد ډالر شتمنۍ کنګل او ددې هیواد سره بهرنۍ مرستې بندې شوې، افغانستان د بشري ناورین او د اقتصادي زوال سره مخامخ شو.

نړیواله ټولنه له هاغه وخت راهیسې ددغې غمیزې د مخنیوي په څرنګوالي باندې کار کوي.

د ملګرو ملتونو ادارو په وار وار په افغانستان بشري وضعیت خطرناک ګڼلی او ویلي یې دي چې پدې هیواد کې څه دپاسه ۲۳ میلیونه انسانان له لوږې سره مخامخ دي، ماشومان له خوارزواکۍ رنځیږي، شاوخوا ۷۰ فیصده ښوونکي له معاشونو پرته کار کوي او په میلیونونو زده کوونکي ښوونځیو ته له تګ پاته دي.

XS
SM
MD
LG