د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګرس لسګونو وکیلانو د افغانستان د شتمنیو د ازادیدو غوښتنه وکړه


د امریکا د کانګرس لږ تر لږه ۴۶ دموکراتو غړو د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ته د یو لیک په استولو سره له هغه غوښتي چې په افغانستان کې "د پراخې قحطۍ" د مخنیوي لپاره د هغه هیواد کنګل شویو پانګو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

دغو امریکایي وکیلانو د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر څخه په خپل ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د نړیوالې ټولنې له دې غوښتنې سره موافق دي چې متحده ایالات باید له هغو فشارونو له پلي کولو ډډه وشي چې د افغانستان د اقتصاد د ویجاړیدو سبب کیږي.

ددغه لیک له خپریدو څخه یوه ورځ وروسته په کابل کې په سلګونو کسانو مظاهرې وکړې او د متحده ایالاتو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې کړي. هغوی وویل چې د امریکا دغه اقدام په افغانستان کې د فقر د زیاتیدو او لوږې سبب شوی دی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان وګړي د ژمي په درشل کې د پراخې لوږې او قحطۍ سره لاس او ګریوان دي او د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې که بیړنۍ مرستې ونشي ددې هیواد موجود بشري وضعیت به د افغانستان په شاوخوا ۹۷ فیصده نفوس ناوړه اغیز وکړي.

پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته د هغو مرستو زیاته برخه چې د افغانستان د مخکني حکومت سره کیدلې قطع شوې، متحده ایالاتو هم د افغانستان شاوخوا ۹.۵ میلیارد ډالر شتمنۍ چې د امریکا په فدرالي بانکونو کې ذخیره شوي کنګل کړې.

امریکایي وکیلانو د افغانستان شتمنیو ته د لاسرسی په اړه د بشري مرستو د برابرولو په مقصد د وړاندیز شوې طرحې ملاتړ کړی او د ښاغلي بایډن له حکومت څخه یې غوښتي چې د افغانستان لپاره د بیړني مالي لاس رسي د زمینې د برابرولو لپاره د پیسو د نړیوال صندوق سره کار وکړي.

ددغه لیک په یوه برخه کې راغلي: "د طالبانو د نوي حکومت له خوا د بشري حقونو د جدي سرغړونو، د مدني ټولنې، ښځو او نورو لږکیو د ځپلو په خاطر متاسف یو. له دې سره سره په افغانستان کې د بالفعل مسولینو سره د متحده ایالاتو تعامل د لسګونو میلیونو ښځو، ماشومانو او بیګناه [افغان] ملکيانو ته د بیساري زیان د مخنیوي لپاره اساسي دی."

هغوی په خپل لیک کې له ولسمشر بایډن څخه غوښتي تر څو ډاډ ورکړي هغه سازمانونه چې په افغانستان کې فعالیت کوي د طالبانو په غړو باندې د متحده ایالاتو بندیزونه نه نقض کوي.

غو وکیلانو خبرداری ورکړی چې پر افغانستان باندې زیات بندیزونه "د انساني ناورین" د رامنځته کیدو خطر له ځان سره لري او ددې سبب به شي چې طالبان د امریکا سره د تعامل نه ډډه وکړي.

جو بایډن ته ددغه لیک د استولو سره جوخت د امریکا د بهرنیو چاو د وزارت ویاند نډ پرایس د ډسمبر ۲۰ (لیندۍ۲۹) په واشنګټن کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات د ملګرو ملتونو د څو سازمانانو په ګډون د نړیوالو ادارو سره ګډ کار کوي چې د افغانستان ولس ته بشري مرستې ورسوي خو زیاته یې کړه چې امریکا دا کار په یوازې سر نشي کولی.

ښاغلي پرایس وویل چې هیواد یې د افغانستان د ولس سره د بشري مرستو په برخې کې د رهبرۍ نقش لري او یوازې د اګست د میاشتې راپدیخوا یې ۲۸۰ میلیون ډالر بشري مرستې د افغانستان د ولس سره کړیدي. دغه امریکایي چارواکي همدارنګه وویل چې د روان کال راهیسې متحده ایالاتو د افغانستان د ولس سره تقریباً ۴۷۵ میلیون ډالره مرستې کړیدي. خو هغه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په هکله تبصره ونکړه.

څو ورځې مخکې د دموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوندونو یوې ډلې وکیلانو د امریکا د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو غوښتي وو چې د افغانستان لپاره بشري مرستې برابرې کړي. هغوی سپارښتنه کړې وه چې د امریکا حکومت دې د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ته د ملګرو ملتونو د لاسرسي زمینه برابره کړي.

امریکایي وکیلانو خبرداری ورکړی چې که "ضروري پانګه" د افغانستان په اقتصادي نظام کې پیچکاري نشي دغه هیواد په بشپړه توګه د اقتصادي ګډوډۍ او د بشري ناورین سره مخامخ کیدای شي؛ هغه وضعیت چې ددغو امریکایي سیاستوالو په اند په سیمه کې به د بې ثباتۍ سبب شي.

XS
SM
MD
LG