د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د پیسو ازادولو په اړه بایډن ته د کانګرس غړو د لیک هر کلی کړی


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د کنګل شویو پیسو ازادولو او بندیزونو لیرې کولو په اړه جو بایډن ته د لیک استولو په اړه د کانګرس غړو د اقدام هر کلی وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن چهارشنبه ډسمبر ۲۲ (مرغومې لومړۍ) د کانګرس غړو د یاد اقدام د هر کلي ترڅنګ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "موږ د امريکا متحده ايالاتو د کانګرس ۴۸ غړو د هغه اقدام مننه کوو، چې کانګرس ته زموږ د استول شوي پرانيستي ليک په تعقیب يې ولسمشر جوبايډن ته سپارښتنه کړې چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه ليرې او د مرکزي بانک ريزرف له کنګل وباسي."

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان د مرکزي بانک د ريزرف (ذخیره) کنګل او بانکي سستم ته ستونزې جوړول د بشري ناورین لامل ګرځي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د تیرې نومبر میاشتې پر ۱۷مه د امریکا کانګرس ته په یو پرانیستي لیک کې له متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوو پیسو د ازادولو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي متقي په یاد لیک کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ ویلي و چې د کرونا وبا څپې، وچکالۍ، جګړو او فقر دغه هیواد ځپلی او په وینا یې د امریکا بندیزونو د سوداګرۍ او کار وبار ترڅنګ د بشري مرستو حالت هم اغیزمن کړی دی.

د امریکا د کانګرس لږ تر لږه ۴۶ دموکراتو غړو د ډسمبر پر ۲۰مه د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ته د یو لیک په استولو سره له هغه غوښتي چې په افغانستان کې "د پراخې قحطۍ" د مخنیوي لپاره د هغه هیواد کنګل شویو پانګو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د دغه لیک په یوه برخه کې راغلي: "د طالبانو د نوي حکومت له خوا د بشري حقونو د جدي سرغړونو، د مدني ټولنې، ښځو او نورو لږکیو د ځپلو په خاطر متاسف یو. له دې سره سره په افغانستان کې د بالفعل مسولینو سره د متحده ایالاتو تعامل د لسګونو میلیونو ښځو، ماشومانو او بیګناه [افغان] ملکيانو ته د بیساري زیان د مخنیوي لپاره اساسي دی."

د یاد لیک له خپرېدو وروسته تیره ورځ سلګونو کسانو په کابل کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوو پیسو ازادولو غوښتنه وکړه.

هغوی وویل چې د امریکا دغه اقدام په افغانستان کې د فقر د زیاتیدو او لوږې سبب شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کانګرس یو شمېر غړو د روانې ډسمبر میاشتې پر ۱۷مه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو ته د یو لیک په استولو د افغانستان د کنګل شوو پیسو د ازادولو غوښتنه کړې وه.

جو بایډن ته ددغه لیک د استولو سره جوخت د امریکا د بهرنیو چاو د وزارت ویاند نډ پرایس د ډسمبر ۲۰ (لیندۍ۲۹) په واشنګټن کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات د ملګرو ملتونو د څو سازمانانو په ګډون د نړیوالو ادارو سره ګډ کار کوي چې د افغانستان ولس ته بشري مرستې ورسوي خو زیاته یې کړه چې امریکا دا کار په یوازې سر نشي کولی.

د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته متحده ایالاتو د افغانستان شااوخوا نهه میلیارډ ډالره شتمني کنګل کړه.

XS
SM
MD
LG