د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د نجونو او میرمنو د ملاتړ لپاره ۱.۲ میلیارد ډالر غوښتي


ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) د افغانستان او جګړه ځپلي اوکراین په شان هیوادونو کې میرمنو او نجونو ته د صحي خدماتو د وړاندې کیدو په هدف د ۱.۲ میلیارد ډالرو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق چې په ټوله نړۍ کې د امیندوارۍ پرمهال او له زیږون وروسته د میرمنو د صحت د ښه والي لپاره کار کوي، د راتلونکي کال لپاره ددغو پيسو غوښتنه کړېده.

یاد صندوق وایي، غواړي په دې پیسو سره د جګړه ځپلې افغانستان سوریې او یمن په ګدون د نړۍ په ۶۵ هیوادونو کې له میرمنو سره مرسته وکړي.

دا رقم د ملګرو ملتونو د هغه ۵۱.۵ میلیارده ډالرو یوه کوچینی برخه ده چې د روانې میلادي میاشتې په پیل کې یې د ۲۰۲۳ کال لپاره، له ۲۳۰ میلیونو کسانو سره د بشري مرستو په هدف وغوښتل.

دغه اړتیاوې د اوکراین د جګړې، د اقلیمي بدلونونو د تاثیراتو او په افریقا کې د قحطۍ د خطراتو د زیاتیدو وروسته نورې هم جدي شوي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق مشرې نتالیا کانیم په یو راپور کې ویلي:"کله چې کړکیچونه رامنځ ته کیږي، میرمنې او نجونې د ډیرو جنسي تاوتریخوالو، استثمار او ناوړه ګټې اخیستنې له ډیر خطر سره مخ کیږي."

میرمن کانیم وویل د هغوی ادارې سږ کال له څه باندې ۳۰ میلیونو میرمنو، نجونو او ځوانو کسانو سره مهمې مرستې کړي چې د امینداره میرمنو او نویو زیږیدلو ماشومانو د مړینې مخنیوی او د جنسي تاوتریخوالو د مخنیوي په شان مسایل هم پکې شامل دي. هغې زیاته کړه، ضرورتونه ډیریږي خو اړتیاوي په خپل ځای پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاته کړه افغانستان، سوریه، اوکراین، یمن، سومالیا، سوډان، د کانګو جمهوري او ایتوپیا هغه اته هیوادونه دي چې د لست په سر کې ځای لري.

ددې خبر په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی

XS
SM
MD
LG