د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: افغانستان د درملو له کموالي سره مخ دی


واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د سرحدونو د تړل کیدو او د بانکي خدماتو د محدودیدو له امله افغانستان د درملو له کموالي سره مخ شوی دی.

افغانستان ته کابو ټول درمل له ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان، هند، بنګله دیش ، ایران او ترکیې څخه وادریدل.

خو د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ سرحدونه واک ته د طالبانو له رسیدو سره سم بند شوي او حالت تر اوسه بیرته عادي شوی ندی.

د جي پي اس فارما رئیس روح الله الکوزی وایي حالت تر اوسه خراب دی ځکه عمده پلورونکي د بانکونو د کارونو د محدودیدو له امله ندي توانیدلي خپل معاملات ترسره کړي.

ښاغلي الکوزي وویل:" د واک د نیول کیدو راهیسې، بانکونه د نړیوالو معاملاتو لپاره تړلي دي. په داسې حال کې چې بانکونه بند دي موږ نشو کولی صادرونکو ته پیسې ورکړو ، که موږ صادرونکو ته په قانوني شکل پیسې ورنکړو، هغوی به موږ ته درمل ونشي استولی او په یقین سره بیې به لوړې شي. کله چې تقاضا لوړه وي او واردات محدود وي، قیمت په طبیعي ډول لوړیږي. موږ د ضروري درملو له کموالي سره مخ یو."

چارواکي وایي د رژیم د بدلیدو راوروسته دولتي روغتونونو ته د خلکو مراجعه ډیره شوې.

خو هغوی وایي ښه خبر دادی چې دولتي روغتونونو ته د نړیوالو مرسته کوونکو پاملرنه زیاته شوې ده.

د ماشوم د اندراګاني روغتون مشر نورالحق یوسفزی وایي:" زموږ ناروغان زیات شوي دي. له نیکمرغه د یونسف او د روغتیا د نړیوال سازمان پاملرنه هم زیاته شوې په خاص ډول زموږ روغتون ته کوم چې د ماشومانو روغتون دی. هغوی په تیرو څو کلونو کې زموږ روغتون ته ډیره پاملرنه نه درلوده خو د تیرې میاشتې راهیسې یې طبي امکانات زیات کړي دي."

د چارواکو په وینا، دولتي روغتونونو په تیرو دریو څلورو کلونو کې د خریداري د وخت نیوکو پروسو او د فساد له امله کافي صحي امکانات نه درلودل.

د ماشوم د اندراګاني روغتون د رئیس په وینا، په تیر رژیم کې د مالي امکاناتو له برابریدو سره سره، په دولتي روغتونونو کې ناروغانو ته درمل نه ورکول کیدل.

د افغانستان د ډاکټرانوو د ټولنې رئیس ډاکټر محمد فیاض ساپی وایي:" له یوې خوا قیمتونه لوړ شوي او له بلې خوا خلک بیوزلي شوي. دې کار هم پر ډاکټرانو، ناروغانو او ټولنه باندې تاثیر کړی دی. حتی په تیر حکومت کې ناروغانو خپل درمل له مارکیټ څخه اخیستل. موږ به هغوی ته نسخې ورکولې. ناروغانو ته به حتی له روغتون څخه یو ټابلیت هم نه ورکول کیده."

د افغانستان د عامي روغتیا پخواني وزیر وحید مجروح ویلي دي چې د افغانستان د صحي برخې اکثریت مشکلات د تیر حکومت میراث دی. د نوموړي په وینا که څه هم چارواکو د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او مشکلاتو د رفع کیدو لپاره ډیرې هڅې وکړې خو بې نتیجې وې.

د افغانستان د صحي چارواکو په وینا، افغانستان اوس د درملو، سوند توکو، اکسیجن، د کارمندانو د تنخاوو د ورکړې په برخه کې له مشکلاتو سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG