د لاس رسي وړ اتصالات

افغان میرمنې: طالبان دې د نجونو د تعلیم حق د سیاسي امتیاز ترلاسه کولو لپاره نه بهانه کوي


په افغانستان کې د «مکتب انتقاد» په نوم د ښځو د حقوقو مدافع یو بنسټ د ښځو د کار حقوقو او نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه وکړه.

د یاد بنسټ غړو د یکشنبې په ورځ جولای درېیمه (چنګاښ ۱۲) په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل چې د نجونو د زده کړو حق باید د سیاسي معاملاتو قرباني نشي او پر یاد حق باندې باید سوداګري ونشي.

یادو مېرمنو د دې ترڅنګ انتقاد وکړ چې په کابل کې د دیني علماو لویه غونډې پرېکړه لیک کې د ښځو د حقوقو تامین او د نجونو پر مخ دښوونځيو پرانیستلو ته هیڅ اشاره نه وه شوې.

د دغه ناستې یوې ګډونوالې وویل: "درې ورځې جرګه چې تر سره شوه... اصلاً هلته یوې ښځې هم ګډون نه لاره، دوهم داسې پرېکړه لیک یې جوړ کړی و چې یو جمله یې هم د ښځو لپاره نه وه چې وايي موږ سبا دا پرېکړه کوو چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزو او یا ښځو ته مصروفیت یا د کار زمینه ورته پیدا کوو. داسې یو څه نه وو."

نوموړې زیاته کړه چې په افغانستان کې د رامنځته شوي نظام له حاکمیت څخه بیا تر دامهاله مېرمنو ته هیڅ رول نه دی ورکړل شوی او په خبره یې ګڼ شمېر مېرمنې چې د خپلو کورنیو لپاره یې نفقه پیداکواله بېکاره شوي دي.

په کابل کې د «مکتب انتقادي» بنسټ غړو همدارنګه وویل چې افغان مېرمنې تل له خپلو بنیادي حقوقو بې برخې شوي او وايي، نور به اجازه ورنکړي چې د افغان مېرمنو حقوق په سیاسي معاملو کې تر پښو لاندې شي.

د دغه بنسټ یوې بلې ګډونوالې ټینګار وکړ چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د شهلا عارفي په نوم د دغه بنسټ یوې ګډوالې وویل: "تاسو ډاډه اوسئ چې یوه بله ښځه او یو بل نسل راپورته کیږي او دې لارې ته دوام ورکوی تر څو خپل حقه حقوق لاسته راوړي. افغان مېرمنې هیڅ کله نه خاموشه کیږي."

په پلازمینه کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا د افغانستان د علماوو را بلل شوې درې ورځنۍ غونډه شنبه جولای دویمه (چنګاښ ۱۱) د یو پریکړه لیک په صادریدو سره پای ته ورسیده.

که څه هم توقع وه چې د علماوو په دې غونډه کې به د تعلیم، تحصیل، اقتصاد، بیکاري ، بیوزلي او د میرمنو د دندو په اړه پریکړې کیږي، خو دې موضوعاتو ته په پریکړه لیک کې لنډه اشاره شوې ده.‌

د غونډې ګډنوالو پخپل پرېکړه لیک له «اسلامي امارت» څخه غوښتي چې دیني او عصري تعلیم او متوازن انکشاف ته خاصه توجه وکړي: "پر اسلامي امارت غږ کوو چې ،عدالت دیني او عصري تلیم، صحت، زارعت، صنعت، د اسلامي مقدس شرعیت په رڼا کې د اقلیتونو ماشومانو، مېرمنو او ټول ولس حقوقو او په ټوله کې هر اړخیز پرمختګ اقتصادي ودي او متوازن انکشاف ته خاصه توجه وکړي."

د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي مخکې ویلي و چې د علماو لویه غونډه کې به نارینه د ښځو په استازیتوب ګډون وکړي، خو یاد مېرمنو وویل چې نارینه د ښځو استازیتوب نشي کولای.

دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالتونو په ګډون د نړۍ هیوادونه په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو، نجونو او اقلیتونو باندې په لګیدلو محدودونو ژوره اندیښنه ښودلې او دې مواردو ته یې درناوی له طالبانو سره د تعامل اساسي ټکي یاد کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مۍ ۲۴ له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو او افغان میرمنو په وړاندې محدود کوونکي سیاستونه "ډیر ژر" بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د شاوخوا ۱۰ میاشتو راپدېخوا دنجونو تر شپږم پورته ټولګي دنجونو پر مخ بند دي، طالبانو مخکې ویلي و چې په دې اړه پر یوې طرحې کار کوي، خو تر دامهاله یې پایلې نه دي شریکې شوي.

XS
SM
MD
LG