د لاس رسي وړ اتصالات

پر غزې د اسرائیلو بریدونه؛ د ملګرو ملتونو د یوه ښوونځي ۱۱ کارکوونکي او ۳۰ زده کوونکي وژل شوي


د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کار او خيرښېګڼې اداره وايي، پر غزې د اسرائیلي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د دغې ادارې ۱۱ کارکوونکي او د ملګرو ملتونو د یوه ښوونځي ۳۰ زده کوونکي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي ویاند، سټیفني دوجاریک نن چهارشنبې، د اکتوبر ۱۱مه (تلې ۱۹مه) وویل، چې دغه کسان د تیرو څلورو ورځو په ترڅ کې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې اته تنه نور ټپيان شوي دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کار او خيرښېګڼې ادارې مرستیالې، جینیفر اسټن ویلي، چې په وژل شویو کې پنځه ښوونکي، د نسايي او ولادي څانګې یو ډاکټر، یو انجینر، یو مشاور او درې نور کارکوونکي شامل دي.

هغه زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو دغه دفتر د خپلو همکارانو او د هغوي له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګندوي.

نوموړې په یوې اعلامیې کې د جګړې د پای ته رسولو د غوښتنې ترڅنګ ویلي، چې د جګړې پر مهال باید د کارکوونکو او ملکي وګړو خوندیتو ته پاملرنه وشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش هم د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د ملکي وګړو ساتنه وکړي او نړیوال بشري قانون ته درناوی وکړي.

هغه زیاته کړه، چې اوسمهال، نږدې ۲۲۰ زره فلسطینیان په غرې کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کار او خيرښېګڼې ادارې په ۹۲ مرکزونو کې پناه اخیستې ده.

ښاغلي ګوتریش وویل، چې د ملګرو ملتونو تاسیسات، روغتونونه، کلینیکونه او ښوونځي باید په نښه نه شي.

نوموړی زیاته کړه چې:"د ملګرو ملتونو کارکونکي په غزه کې له خلکو سره په مرستې بوخت دي او زه د زړه له کومې خواشینی یم چې زموږ ځینو همکارانو لا دمخه د جګړې بیه پرې کړې ده".

د ملګرو ملتونو سرمنشي دا هم ویلي، چې غزې ته باید د تېلو، خوراکي توکو او اوبو د رسیدلو اجازه ورکړل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG