د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: غزه کې لږترلږه ۲۶۰ زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي


په غزه کې په لسګونو زره بې ځایه شویو د ښوونځیو په ودانیو کې پناه اخیستې ده.
په غزه کې په لسګونو زره بې ځایه شویو د ښوونځیو په ودانیو کې پناه اخیستې ده.

ملګري ملتونه وايي، د غزې په تړانګه کې د اسرائیل له خوا د هوا، ځمکې او سمندر له لارې د سختو بمباریو له امله تر ۲۶۰ زره ډېر خلک له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.

د حماس لخوا د شنبې په ورځ د ناڅاپي برید وروسته، اسرائیل پر غزه باندې د غچ اخیستنې بمباري پیل کړې او روانې سختې جګړې دواړو خواوو ته زرګونه کسان وژلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۸) په خپل راپور کې وویل: "په غزه کې له ۲۶۳،۹۳۴ څخه ډیر خلک باور کیږي چې له خپلو کورونو تښتیدلي دي." اوچا خبرداری ورکړی چې دا شمېره ښايي نوره هم لوړه شي.

اوچا وايي چې د شنبې د ورځې د شخړې له پیل وړاندې هم، د غزې شاوخوا درې زره اوسېدونکو "د مخکیني پیښ شوي تاوتریخوالي" په وجه خپل کورونه پرې ایښي وو.

په اسرائیل کې د وروستي برید په نتیجه کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې د غزې چارواکو د هوايي بریدونو له پیل راهیسې د ۹۰۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

اوچا د فلسطیني چارواکو په حواله ویلي، په بمبارۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات کورونه ویجاړ شوي او ۵۶۰ یې دومره سخت زیانمن شوي چې د اوسیدو وړ نه دي.

د بې ځایه شویو خلکو له جملې څخه شاوخوا ۱۷۵ زره کسانو د هغو لسګونو ښوونځیو په ودانیو کې پناه اخیستې چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطیني کډوالو د ملاتړ ادارې له خوا چلول کیږي.

په لسګونو زره نور باور کیږي چې له خپلو خپلوانو سره اوسیږي او یا یې په کلیساګانو او نورو عامه تاسیساتو کې پناه اخیستې ده.

اوچا خبرداری ورکړی چې په غزه کې د هغو کسانو دپاره چې په خپلو کورونو کې پاتې دي، د لومړنیو اړتیا وړ موادو برابرول " په زیاتیدونکي توګه ستونزمن کیږي."

اسرائیل د غزې له محاصرې وروسته سیمې ته د خوراکي توکو، اوبو، تیلو او بریښنا لیږد پرې کړی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش خبرداری ورکړی چې دا حالت به په غزه کې له مخکې ناوړه بشري وضعیت نور هم خراب کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG