د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتېرش: نړۍ باید افغانستان یوازې پرېنږدي 


د ملګرو متلونو عمومي منشي
د ملګرو متلونو عمومي منشي

ملګرو ملتونو نن دوشنبه اګست ۱۶ (زمري۲۵)د افغانستان د روان وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړه له نړیوالو وغوښتل شو چې افغانستان یوازې پرېنږدي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش وویل چې جګړو سلګونه زره خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ اېستلي دي. هغه له ټولو ښکېلو غاړو وغوښتل چې د ملکي کسانو حفاظت دې پام وکړي او ضروري مرستې دې ورسوي.

نوموړي د نړۍ له نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې افغان پناه غوښتونکي په زوره ونه شړي.

هغه وویل چې اوس د یووالي وخت یې او باید د نړۍ هېوادونه باید د یو بل تر څنګ ودریږي او «په یو غږ سره په افغانستان کې د بشري حقونو ننګه وکړو. زه له طالبانو او نورو اړخونو څخه غواړم چې د بشري حقونو قانون، حقوق د ټولو خلکو ازادۍ ته احترام ولري.»

ښاغلي ګوتېرش زیاته کړه چې له افغانستان څخه ورته د بشري حقونو د نقض راپورونه رسېدلي او د ښځو «او نجونو چې تورې ورځې ته له بیا ګرځېدو ویره لري،» د حقونو په اړه اندېښمن دی او باید د هغوی حقوق مصون وي.

هغه همدغه راز وویل چې «نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي‌ چې افغانستان بیا د ترهګرو سازمانونو په ځالې نه بدلیږي.»

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د نړیوال تروریزم په ضد ودریږي، ګډ کار وکړي، ګډ اقدام وکړي او دا ځانونه مطمین کړي چې بشري حقونه تضمین شوي دي. وايي ملګري ملتونه د افغانانو حقونو ته ژمن دی او د دغه سازمان په کارکوونکو کې به شامل وي.

انتوني ګوتېرش وویل چې روان کړکیچ په افغانستان کې ۱۸ میلیون خلک زیانمن کړي او ابتدايي خدمتونه هم خلکو ته حیاتي‌ارزښت لري.

د ملګرو ملتونو عمومي‌ منشي د افغانستان د وضعیت په اړه په ځانګړي غونډې کې دا خبره هم وکړه چې ټوله نړۍ د افغانستان وضعیت څاري او نباید افغانستان یوازې پرېښودل شي.

XS
SM
MD
LG