د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې باید د غمیزې مخه ونیول شي 


د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې په افغانستان د زیاتې تراژیدۍ د مخنیوي لپاره باید نړیواله ټولنه قاطعانه عمل وکړي.

د بخښنې د نړیوال سازمان عمومي منشي اګنس کالمارد، وویل هغه څه چې په افغانستان کې پیښیږي یوه غمیزه ده؛ هغه غمیزه چې باید اټکل یې شوی وای او د رامنځته کېدو مخنیوی یې شوی وای.

هغې زیاته کړه: "په زرکونو افغانان د طالبانو د غچ اخیستنې له جدي ګواښ سره مخامخ دي."

میرمن کالمارد زیاته کړه چې له پوهانو او خبریالانو څخه نیولې د مدني ټولنې د فاعلینو او د ښځو د بشري حقونو تر مدافعینو پورې ټول د بې سرنوشتۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

آغلې کالمارد وویل: "بهرني حکومتونه باید لازمو اقداماتو ته مخه کړي چې د هغوی مصوون وتل تضمین شي چې د طالبانو له لورې د هدف کیدو له ګواښ سره مخامخ دي. دغه اقدام کې د ویزې د بهیر چټکول، د کابل د هوایي ډګر څخه د وتلو لپاره ملاتړ، د نقل مکان او بیا میشت کولو برابرول او د اجباري ایستلو مخنیوی وشي."

هغې زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید یوه بیړنی پریکړه لیک تصویب کړي او د طالبانو له ډلې څخه وغواړي چې د بشري حقونو نړیوال قانون ته درناوی وکړي او غچ اخیستونکي بریدونه ودروي.

دا پداسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن د افغانستان په هکله یوه بیړنۍ غونډه کوي.

په زرګونو افغانان د طالبانو له ویرې د کابل په نړیوال ډګر کې راټول شوي او هڅه کوي چې له هیواد څخه ووځي.

د رپوټونو له مخې لږ تر لږه پنځه تنه د کابل په هوایي ډګر کې په ګڼه ګوڼه کې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG