د لاس رسي وړ اتصالات

په جګړو کې د ټپي شویو افغانانو بې ساری زیاتوالی


رپوټ: د اندیښنې وړ ټکی د ښځو او ماشومانو په مرگ ژوبله کې ٢٣ فیصده زیاتوالی دی.
رپوټ: د اندیښنې وړ ټکی د ښځو او ماشومانو په مرگ ژوبله کې ٢٣ فیصده زیاتوالی دی.

د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي افغانانو د مرگ ژوبلې کچه د تیرو اوو کلونو په ورته موده کې، تر ټولو لوړه شوه.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما د نوي رپوټ له مخې د ٢٠١٥ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ١٥٩٢ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۳۲۹ نور ټپیان شول.

رپوټ د افغان حکومت وسله وال مخالفین د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اویا سلنه ګرم بولي. دولت پلوي ځواکونه د ملکي مرګ ژوبلې ١٦ په سلو کې (افغان ځواکونه ۱۵ سلنه او ۱ سلنه نړیوال ځواکونه) گرم گڼل شوي دي.

د شاوخوا لس فیصدو ملکي مرګ ژوبلې لامل نه دی څرگند شوی خو ویل شوي چې چاودیدونکو توکیو د دغو مرګ ژوبلو څلور سلنه رامنځته کړه.

د معلوماتو منبع: یوناما
د معلوماتو منبع: یوناما

هغه څه چې په دې رپوټ کې د اندیښنې وړ گڼل شوي دي د دولت د پلوي ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې په سلو کې ٦٠ زیاتوالی دی. په ٢٠١۴ کال کې د ناتوځواکونه هم په جگړو کې ښکیل وو خو سږکال د پوځي عملیاتو سوق او اداره د افغان ځواکونو په غاړه ده.

د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې لومړي لامل د مخالفو ډلو ترمنځ ځمکنۍ جگړې ذکر شوي چې ٣٧٩ تنه په کې وژل شوي او ١١٩٨ تنه په کې ټپیان شوي دي. د ماینونو چاودنې ٢١ فیصده تلفات رامنځ ته کړي او ٣٨٥ تنه په کې وژل شوي دي او ٧٢٣ تنه ټپیان شوي چې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې دوهم عامل گڼل شوی دی.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې په نښه شویو وژنو کې ۴۴٠ نفر وژل شوي او ٢٥٩ تنه ټپیان شوي دي .

په رپوټ کې ویل شوي چې د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ځانمرگي بریدونه د تیر کال د همدې مودې په پرتله ٧٨ فیصده زیات شوي او په کې ١٨٣ کسان وژل شوي او ٨٣٩ تنه ټپیان شوي دي.

د اندیښنې وړ بل ټکی د ښځو او ماشومانو په مرگ ژوبله کې ٢٣ فیصده زیاتوالی بیان شوی دی.

ملگرو ملتونو د ٢٠٠٩ کال راهیسې په جگړو کې د افغان ملکي وگړو د مرگ ژوبلې د کچې شمیرې ثبت کړې دي چې د نویو شمیرو له مخې د ٢٠٠٩ کال له پیل څخه د ٢٠١٥ کال د جولای میاتې تر پایه شاو خوا ١٨٨٥٠ افغام ملکي وگړي وژل شوي او ٣٢٨٥٠ تنه ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG