د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: طالبان باید پر ښځو باندې 'ناوړه' محدودیتونه سمدستي پای ته ورسوي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۷ (مرغومي ۶) د ښځو په هکله د طالبانو د پالیسو د "ناوړه" پایلو په غندلو سره په ټینګار وویل چې طالبان باید سمدستي په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې محدودیتونه پای ته ورسوي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک په یو بیان کې وویل: "هیڅ هېواد نه شي کولای پرمختګ او په حقیقت کې پایښت وکړي چې له ټولنیز او اقتصادي پلوه یې نیمايي نفوس محروم وي."

ښاغلي ترک وویل: "د ښځو او نجونو پر وړاندې دا بې سنجشه محدودیتونه به نه یوازې د ټولو افغانانو کړاوونه زیات کړي، بلکې زه ویره لرم چې د افغانستان له پولو اخوا به یو خطر رامنځته کړي."

هغه وویل چې [د طالبانو] دغه پالیسۍ افغاني ټولنه د بې ثباتۍ له خطر سره مخامخ کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر زیاته کړه: "زه له حاکمو چارواکو څخه غواړم چې د ټولو ښځو او نجونو د حقونو درناوی او ساتنه یقیني کړي - چې ولیدل شي، واوریدل شي او د هیواد د ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند په ټولو اړخونو کې برخه واخلي."

د شنبې په ورځ طالب مقاماتو ښځې په داخلي او بهرنیو غیردولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې. پداسې حال کې چې طالبانو لا دمخه نجونې په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو او همداشان په منځنیو ښوونځیو او لیسو کې له زده کړو منع کړې دي.

ښاغلي ترک وویل چې د طالبانو د مقاماتو دا وروستی فرمان به د ښځو او ټولو افغانانو لپاره ناوړه پایلې ولري: "په غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار کولو مخنیوی به دوی او د دوی کورنۍ له خپلو عایداتو او د دوی د حق څخه محروم کړي چې د خپل هیواد په پرمختګ او د خپلو هیوادوالو په هوساینې کې مثبته ونډه واخلي."

د طالبانو د اقتصاد د سرپرست وزیر دین محمد حنیف له خوا په لاسلیک شوي مکتوب کې ویل شوي چې د ښځو د کار د بندولو د پرېکړې لامل «د اسلامي حجاب نه مراعاتول» دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له طالبانو څخه غوښتي چې نجونو او ښځو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته بیرته ولاړې شي او په غیر حکومتي سازمانونو کې ښځینه کار کوونکو ته د کار اجازه ورکړي، تر څو په افغانستان کې له میلیونونو اړمنو خلکو د ژغورنې په برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو او غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار پر بندیز د طالبانو پریکړي پراخ غبرګونونه پارولي دي او له طالبانو څخه یې غوښتي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

XS
SM
MD
LG