د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د 'بانکي معاملاتو ستونزو هواري' په اړه د طالبانو هڅې


په افغانستان کې د بانک مخته د پیسو تر لاسه کولو په هدف راټول شوي خلک
په افغانستان کې د بانک مخته د پیسو تر لاسه کولو په هدف راټول شوي خلک

طالب چارواکي وايي، په افغانستان کې د بانکي نظام د ښه والي او د پیسو د راکړې ورکړې ستونزو د هواري په برخه کې د دوی هڅې روانې دي.

د افغانستان بانک د یکشنبې په ورځ سپټمبر ۲۶ (تلې څلورمه) په افغانستان کې د خصوصي بانکونو او بانکونو د اتحادیو له استازو سره د یوې غونډې په اړه ویلي چې په دغه ناسته کې په دغه هیواد کې د بانکي معاملاتو د ستونزو هواري په اړه خبرې وشوې.

د یو خپور شوي بیان له مخې دغه ناسته د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړه شوې او نوموړي ویلي چې: "د بانکي نظام ټینګښت، پراختیا، او د هیواد اقتصادي څرخ ګرځول زموږ لپاره د ارزښت وړ دي او په دې برخه کې به لازمې هڅې تر سره شي."

ښاغلي حنفي د خصوصي بانکونو او د افغانستان بانک د اتحادیو استازو ته ډاډ ورکړی چې دغه ستونزې به ژر تر ژره هوارې شي.

د تیرې اګست میاشتې له پنځلسمې پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته بیا تر دا مهاله په کابل او نورو ولایتونو کې د پیسو د راکړې ورکړې او بانکي نظام عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.

اوس مهال په افغانستان کې خصوصي بانکونو په فعالیت پيل کړی، خو طالبانو له یادو بانکونو څخه غوښتي چې په اونۍ کې ۲۰زره افغانۍ چې شااوخوا ۲۰۰ ډالره کیږي خپلو مراجعینو ته ورکړي او د وضعیت تر نورمالېدو د زیاتو پيسو له ورکولو څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک شااوخوا نهه میلیارډ ډالر چې په نیویارک ښار کې د فدرال بانک په ذخیرو کې ساتل کیږي کنګل کړي دي.

تر دې مخکې نړیوال بانک هم ویلي وو چې افغانستان ته یې د پیسو لېږل بند کړي دي، د یاد بانک په وینا د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښمن دي.

د پیسو نړیوال صندوق (IMF) هم چې ټاکل شوې وه په روانه میاشت کې افغانستان ته ۴۵۰ میلیونه ډالر ورکړي ځنډولي دي.

په افغانستان کې د بانکي نظام ټکني کېدو خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG