د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري ناورین د پېښېدو خبرداری ورکړ


ملګري ملتونه وایي د ژمي د موسم په رارسیدو سره د غذایي موادو د مرستو کمښت افغانستان د یوې بشري غمیزې خواته بیایي.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام نن د سه شنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږي دوهمه) وویل چې د ۱۰ ورځو راهیسې چې طالبانو واک ترلاسه کړی دوی توانیدلي چې ۶۰۰ ټنه غذایي توکې او په غذایي موادو بار ۱۶ لارۍ افغانستان ته وارد کړي چې په سخت ژمي کې له خلکو سره مرسته وشي.

د ملګرو ملتونو ددغې ادارې سیمه ییزې مسولې انتیا ویب، خبریالانو ته وویل چې د غذایي موادو نړیوال پروګرام اړمندو کسانو ته د غذایي توکیو د رسولو لپاره د وخت له کمښت سره مخامخ دی.

د نړۍ غذایي پروګرام په معمول ډول د کال پدې وخت کې په ټول افغانستان کې غذایي مواد اماده کړي وي او دمخه تر دې چې واورې لارې او سړکونه بندې کړې دغه مواد په اړمنو خلکو ویشي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره سږکال پداسې حال کې د مالي بودجې له کمښت سره مخامخ ده چې اړتیاوې زیاتې شوي دي.

میرمن ویب زیاته کړه چې که نړیواله ټولنه د افغانستان د وګړو ژوند ته لومړیتوب ورنکړي، بشري ناورین به رامنځته شي.

هغې خبرداری ورکړ چې د غذایي پروګرام په تیاریو کې نور ځنډ به مرګونی وي او وویل چې دغه اداره سمدستي ۲۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري چې اړو کسانو ته لازمې مرستې ورسږي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په افغانستان کې ۱۴ میلیون کسان د سختې لوږې سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG