د لاس رسي وړ اتصالات

د نومبر ۲۵ د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د له مینځه وړلو نړیوال ورځ ده


نن یکشنبې په ښځو باندې د ظلم زور او تیري د له منځه وړلو نړېواله ورځ ده. دغه ورځ په لومړي ځل په 1999 کال کې د ملگرو ملتونوعمومي اسمبلۍ وټاکله.

د ملگرو ملتونو عمومي منشی بان کیمون یو بیان خپور کړی دی او په کښي یې په ټولو حکومتونو غږ کړیدی چې خپلې ژمنی ښې سمې ترسره کړي چې د نړۍ په ټولو برخو کې په ښځو او جنکو هرډول ظلم زور او تیري ختم شي. هغه زیات کړه چې ظالمان او شدادان باید وشرمیږي، نه قربانیان.

ملگرو ملتونو د ښځو او نارینوو د حقوقو د برابرۍ او د ښځو د اقتدار لپاره نوی ابتکار چې کومېټ، یې بولي اعلان کړیدی او دغه
کومېټ د حکومتونو نه غواړي چه ملي ژمنې وکړي چې هغه مظلومانې وژغوري چې د ظلم اوتشدد قربانیانې دي.

کترین اشتن د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو او د خارجي پالیسۍ عالي کمیشنره وایي په ښځو ظلم زور اوتیری زمونږ د زمانۍ د بشري حقوقو نه لویه او غټه سرغړونه ده.

هغې ژمنه وکړه چې اروپایي اتحادیه متعهده ده چې کوشش و کړی چې د نړۍ ښځې مصونې وي.
XS
SM
MD
LG