د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما طالبانو ته: زموږ د ښځینه کارکوونکو ځورول بند کړئ 


افغانستان کې د یوناما دفتر
افغانستان کې د یوناما دفتر

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي‌استازي دفتر (یوناما) د خپلو ښځینه کارکوونکو په وړاندې د طالب واکمنانو د چال چلند په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

یوناما نن دوشنبه سپتمبر ۱۲ (وږې۲۱) په یوې اعلامیې کې له طالبانو غوښتي دي چې « په ټول هيواد کې د ازاد تګ راتګ په ګډون د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د ټولو کارکونکو امتیازاتو او خونديتوب ته د درناوي په برخه کې خپل مکلفیتونه» ترسره کړي‌.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې په یوې تازه پېښې کې طالبانو د دوی ځینې ښځینه کارکوونکې توقېف کړي دي.‌

اعلامیه وایي: «د واکمنو چارواکو لخوا د ملګرو ملتونو د افغان ښځینه کارکونکو د ځورونې يوه نوې څرګنديدونکې نمونه شتون لري، له هغې جملې د نن ورځې یوه پیښه چې په هغه کې د ملګرو ملتونو درې افغان ښځينه کارکونکې د واکمنو چارواکو د وسله والو او امنیتي کسانو لخوا په موقت ډول د پوښتنو لپاره توقیف شوې.»

یوناما په طالبانو غږ کړی دی چې د هغوی د ښځینه کارکوونکو په وړاندې ټول ګواښونه ختم کړي او «د ټولو کارکوونکو د امنيت او خوندیتوب لپاره دې روښانه تضمينونه پلي کړي، چې د نړيوال قانون پراساس د افغانستان له مکلفیتونو څخه» شمېرل کېږي.

په اعلامیې کې د توقیف شویو کارکوونکو په اړه ډېر معلومات ورکړل شوي نه دي‌ او نه هم دا ویل شوي‌ دي چې ولې یې دا ښځینه کار کوونکې نیول شوې وې.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي دا خبره رد کړې ده. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «په افغانستان کې د ملګرو ملتو اړوند کومه ښځينه کارمنده نه ځورول شوې اونه هم توقیف شوې. البته په کندهار کې د ښځينه وو له یوې تجمع څخه دامربالمعروف کارکونک معلومات غوښتي، کله چې واضح شوې چې هلته د ملګرو ملتو اړوند ښځينه دې، بیرته منصرف شوي او هيڅ کومه ستونزه نده رامنځته شوې.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ښځو د حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ښځو او نجونو په اړه د «طالبانو ظالمانه او تخریبي» پالیسي د توجیه وړ نه ده او په خبره یې د نجونو د ښوونځيو تړل کېدل په دین او کلتور پوري اړه نلري.

همدغه راز په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیت ویلي دي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ترینګلی دی او دا وضعیت «د استبداد په لوري» روان دی.

XS
SM
MD
LG