د لاس رسي وړ اتصالات

یاماموتو: ښکېل اړخونه باید د جګړې ختمولو لپاره کلک ګامونه پورته کړي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر تدامیچي یاماموتو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر تدامیچي یاماموتو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا «یوناما» مشر وايي، ټول ښکېل اړخونه باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره رښتیني ګامونه پورته کړي.

تدامیچي یاماموتو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو اونۍ بریالۍ بللې او تمه یې ښودلې چې بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو پر غځولو په ټینګار سره ویلي چې په دې اړه هڅې باید دوه چنده شي.

پرون شنبه ناوخته د یوناما لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي یاماموتو له قوله ویل شوي: " ټول ښکیل اړخونه باید اوس د جګړې د پای ته رسیدو لپاره کلک او ریښتیني ګامونه پورته کړی. "

ښاغلي یاماموتو ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د یو ټول شموله بهیر ملاتړ کوي چې د نوموړي په وینا چې ښځې، لږکي او ځوانان پکې برخه ولري، د ټولو خلکو بشري حقونو ته درناوی وشي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې سبب شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې سولې ته د رسېدو په هدف د « کب له ۳ تر ۹مې» په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو اونۍ اعلان شوه چې وړمه شپه پای ته ورسېده.

افغان چارواکي هم وايي چې په دغه موده کې د طالبانو لخوا په بریدونو کې ۸۵ سلنه کموالی راغلی و.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم تېره ورځ وویل چې د تاوتریخوالي کمولو په اونۍ کې ۱۰۶ تنه افغانانو ته مرګ ژوبلې اوښتې ده.

دغه کمېسیون وویل چې په دغه موده کې ۱۴ ملکي وګړي، ۲۲ افغان سرتیري او پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.او همدارنګه ۴۲ ملکي وګړي او ۲۳ افغان سرتیري ټپیان شوي دي.

یوناما پر داسې مهال په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کوي چې تېره ورځ په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه تړون لاسلیک شو.

XS
SM
MD
LG