د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: تیر کال مو افغانستان کې خبریالانو سره د تاوتریخوالي څه باندې ۲۰۰پيښې ثبت کړي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه د انديښنې په ښودلو سره ویلي چې په څه باندې یو کال کې په دغه هیواد کې د خبریالانو له بشري حقوقو څخه د سرغړونې څه باندې ۲۰۰ پیښې ثبت کړي دي.

یوناما نن چهارشنبه نومبر دوهمه (لړم ۱۱) «د ژورنالیستانو پروړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسولو نړیوالې ورځې» په مناسبت پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: "تر ټولو لوړ شمیر کې یې په خپل سر نیونې، ناوړه چلند، ګواښل او ډارول شامل دي."

یاد سازمان په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.خو مخکې د ازادو خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د طالبانو حکومت پر مهال د خبریالانو د نیولو او ګواښلو په اړه اندېښنې ښودلي وې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) د اندېښنې په ښودلو سره زیاته کړې چې اوس مهال په افغانستان کې رسنۍ له «خطر» سره مخ دي.ملګرو ملتونو په ټینګار سره ویلي چې د ژورنالیستانو د خوندیتوب سره د مرستې لپاره باید له مجازاتو معافیت پای ته ورسیږي.

یوناما زیاته کړې: "راځئ چې د ژورنالیستانو پروړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسولو پردغې نړیوالې ورځې د خبري رسنیو د کارکونکو درناوی وکړو او د عدالت، ریښتینولۍ او د ټولو د بشري حقونو دفاع وکړو.له رسنیو سره زور زیاتی او د معافیت کلتور باید پای ته ورسیږي."

دا اندېښنې پر داسې مهال ښودل کیږي چې تر دې مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي و چې په تیر یو کال کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د کار کوونکو په وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښلو ۲۴۵ پیښې ثبت کړي دي.

د دې ترڅنګ د بې پولې خبریالانو سازمان هم ویلي و چې په تیر شاوخوا یو کال کې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې ۲۱۹ چاپي، غږیزي او انځوریزې رسنۍ بندې شوي دي.

د یوناما د اندېښنې سره هم مهاله تېره ورځ په افغانستان کې د «کابل نیوز» په نوم خصوصي تلوېزیون مسؤلینو د ځینو ستونزو له امله د دغه تلویزیون د نشراتو بندې خبر ورکړ.

پر همدې مهال د افغانستان ازادو خبریالانو مرکز د کابل نیوز تلوېزیون د نشراتو بندېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دغه وضعیت او ازادو رسنیو په وړاندې د محدودیتونو د دام په اړه سخت اندېښمن دی.

د ازادو خبریالانو دغه مرکز د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې خپل محدودیتونه پای ته ورسوي او رسنیو ته اجازه ورکړي چې په ازاده فضا کې له وېري پرته خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخوا تر دې مخکې ویلي و چې حکومت یې د بيان آزادۍ ته ژمن دی او زیاته کړې وه چې د رسنيو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه یې هڅې روانې کړي دي.

XS
SM
MD
LG