د لاس رسي وړ اتصالات

پرافغانستان د طالبانویوکلنه واکمني: 'له نیمايي زیاتو خبریالانو دندې له لاسه ورکړي'


د بې پولې راپور ورکوونکو ټولنې (RSF)، په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو یوکال وروسته د رسنیو د وضعیت په اړه ویلي، چې په تیر یو کال کې ۵۹.۳۹ فیصده خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د بې پولې راپور ورکوونکو ټولنې (RSF)، په تیر یو کال کې د افغان خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه د جمعې په ورځ اګست ۱۲ ( زمري ۲۱) په یو خپور کړي راپور کې ویلي، چې اوس په یوولس ولایتونو کې یوه ښځینه خبریاله هم نشته دی او د رسنیو له هرو څلورو کارکوونکو څخه درې تنو یې خپل کار له لاسه ورکړی دی.

د بې پولې راپور ورکوونکو ټولنې (RSF) ویلي دا ټول په سخت اقتصادي بحراني وضعیت کې او د رسنیو د ځپلو پر مهال پیښ شوي دي.

د بې پولې راپور ورکوونکو ټولنې (RSF)، رئیس کریستف دولوار د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه ویلي: "افغانستان کې یوه رښتینې فاجعه پیښه شوې ده. خبریالان او رسنې د ناعادلانه کړنلارو تر فشار لاندې دي، چې د رسنیو ازادي محدودوي او د ځپلو او ستم لپاره لاره پرانیځي. حکومتي مسولین باید د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی او زورول پای ته ورسوي او باید خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې خپلې دندې پرته د کوم مزاحمت څخه پرمخ یوسي".

د رسنیو بندیدل

د بې پولې راپور ورکوونکو ټولنې په دغه راپور کې ویلي د تیر ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۶ مه افغانستان کې ۵۴۷ رسنیو فعالیت کوه، چې د دغې نیټې څځه یو کال وروسته ۲۱۹ رسنې په دغه هیواد کې فعالې دي.

د ۱۱۸۵۷ خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو چې د طالبانو د واکمنۍ وړاندې یې فعالیت کوه یوازې ۴۷۵۹ تنه یې لا هم په افغانستان کې پاتې دي. ښځینه خبریالانې د دغه بدلون لومړنۍ قربانیانې وې. ۷۶.۱۹ فیصدو یې دندې له لاسه ورکړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د واکمنۍ وروسته ډیرې رسنې په کابل، بلخ، بامیان، پنجشیر، پروان، تخار، هرات او فاریاب ولایتونو کې بندې شوي دي. په دې راپور کې ویل شوي چې دمخه کابل کې ۱۳۳ رسنیو فعالیت کوه چې اوس یې شمیر ۶۹ ته راټیټ شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د تیر یوکال په موده کې څلور نوې رسنې تاسیس شوي هم دي.

په خپل سر توقیف

د بې پولې راپور ورکوونکو ټولنې په تیر کال کې د طالبانو د حکومت له خوا پر رسنیو د محدودیتونو د راوستلو او په خپل سرد خبریالانو په نیولو باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې زیات شمیرخبریالان د طالبانو د" استخباراتو د ادارې" له خوا نیول شوي دي.

د بې پولې راپور ورکوونکو ټولنې په دې راپور کې ویلي چې لږ ترلږه ۸۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له خوا نیول شوي چې اوس مهال هم درې خبریالان د طالبانو سره په بند کې ورځې شپې تیروي.

د بې پولې راپور ورکوونکو ټولنې ویلي، چې د تیر یوکال په موده کې یې د وهلو ډبولو او زورزیاتې ۳۰ پیښې هم ثبت کړي دي، چې ډیرې یې د طالبانو له خوا ترسره شوي دي.

افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه د بې پولې راپورورکوونکو ټولنې ددغه راپور وړاندې تیره ورځ د خبریالانو د ساتنې کمیټې (CPJ) هم په یو راپور کې ویلي و، چې افغانستان کې په تیر یوکال کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت د د سانسور، خبریالانو د نیولو، ګواښونو او محدودیتونو له امله په پرله پسې ډول خراب شوی دی او افغانستان کې پاتې رسنې د بقا په هڅو بوختې دي.

XS
SM
MD
LG