د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره نور هم وغځول شو


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ یا یوناما ماموریت په دغه هیواد کې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۱۵ مې د یو کال لپاره نور هم وغځول شو.

یاده پرېکړه پرون سې شنبه سپټمبر۱۵د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې شوې ده. په ملګرو ملتونو د افغانستان دایمي استازې له دغه پرېکړې څخه هر کلی کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادلې راز ویلي چې د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره نور غځول په دې حساس پړاو کې چې د سولې خبرې روانې دي له نوي افغانستان څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ او ترڅنګ درېدو ښکارندویي کوي.

اغلې راز زیاته کړې:"افغانان د سولې غوښتونکي دي چې د اساسي قانون، له خپلواکۍ او موجوده فرصتونو څخه،جمهوریت چې ټول شموله دی او دټولو خلکو استازوالي کوي، زموږ ازادې رسنۍ دفاع او ساتنه وشي."

په افغانستان کې د یونام ماموریت پر داسې مهال غځیږي چې په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوي دي.

تر دا مهاله دواړو لورو دوې عمومي غونډي کړي دي. افغان حکومت تر دې مخکې ویلي چې په یادو مذاکراتو کې به د تیرو کلونو له لاسته راوړنو څخه دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG