د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې ټينګېدو وروسته افغانستان سره د نړیوالو د مرستو دوام ته د یوناما هیله مندي


دغه کنفرانس چې د افغان حکومت، فنلنډ او ملګرو ملتونو لخوا تنظیمیږي په څلورو کلونو کې یو ځل تر سره کیږي
دغه کنفرانس چې د افغان حکومت، فنلنډ او ملګرو ملتونو لخوا تنظیمیږي په څلورو کلونو کې یو ځل تر سره کیږي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا "​یوناما"​ تمه ښودلې چې د سولې تر ټينګېدو وروسته هم له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې دوام پیدا کړي.

یوناما ویلي چې په راتلونکې نومبر میاشت کې به په ژنیو کې "د سوکالۍ، دوامداره پرمختګ او تلپاتې سولې پر لور افغانستان" په نامه کنفرانس جوړ شي.

دغه کنفرانس چې د افغان حکومت، فنلنډ او ملګرو ملتونو لخوا تنظیمیږي په څلورو کلونو کې یو ځل کیږي.

پرون سې شنبه سپټبمر ۱۵ (وږې ۲۵) د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي: "ددې کنفرانس موخه د افغانستان د پرمختګ او ټیکاو په اړه د نړیوالې ټولنې او افغانانو د ژمنو تازه کول دي چې له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ پورې پر ګډو پرمختیايي موخو موافقه وشي او له افغانستان سره د مالي ملاتړ لپاره د پرمختیايي همکاریو همغږي رامنځته شي."

دا کنفرانس پر داسې مهال تر سره کیږي چې تازه په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکره کوونکو ټېمونو ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو په اړه بین الافغاني مذاکرات پيل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ویلي، په داسې حال کې چې په دغه هیواد کې د سولې خبرو د پرمختګ لپاره نوي فرصتونه رامنځته شوي، د افغانستان لپاره پیاوړې ملګرتیا او دوامدار نړیوال ملاتړ ډیر مهم دی.

اعلامیه کې د یوناما مشرې دیبرا لاینز له قوله ویل شوي: "دا د افغانستان لپاره یوه مهمه شېبه ده، ځکه چې د لسیزو اوږدې شخړې د پای ته رسولو لپاره یې د سولې خبرې اترې پیل کړي. زه هیله لرم چې نړیواله ټولنه به په ژنیو کې له دې فرصت څخه په ګټه اخیستو د سولې له پروسې سره په موازي توګه د افغانستان له پراختیا سره هم خپل ملاتړ یو ځل بیا په ډاګه کړي. ملګري ملتونه ژمن دي چې د افغانستان له حکومت، فنلنډ، او مرستندویه ټولنې سره کار وکړي چې د ټولو افغانانو په ګټه ترټولو غوره ممکنه پایله تر لاسه کړي."

د بیان له مخې د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویسټو، هم ویلي چې په افغانستان کې په لومړي ځل د سولې ټینګېدو ریښتینی چانس رامنځته شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې هیواد یې د سولې د ټینګېدو په برخه کې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي: "... فنلنډ له نورو پرمختیايي ملګرو سره د سوکالۍ، دوامداره پرمختګ او تلپاتې سولې پر لور د افغانستان او افغانانو کلک ملاتړ کوي."

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال هم ویلي چې د افغانستان حکومت او د نړیوالې پراختیا ملګري یې باید د بې وزلۍ د کمولو لپاره په یو لیدلوري سره یو ځای کار وکړي چې په وینا یې حقیقي او هدفمند واوسي.

د فنلند د پرمختیاِيي همکاریو او بهرنۍ سوداګرۍ د چارو وزیر ویلی سکناري، هم ویلي چې په افغانستان کې د پېچلو ننګونو حل د افغانستان او نړیوالې ټولنې ګډو هڅو او اوږد مهاله ژمنو ته اړتیا لري.

نوموړي هیله ښودلې چې له خپلو همکارو هیوادونو سره په ګډه له افغانستان سره د مرستو ژمنو تر لاسه کړي چې په وینا څو په دغه هیواد کې په تیرو لسیزو کې لاسته راغلي پرمختګونه وساتل شي، ترڅو د بشري حقونو او ډیموکراټیکو اصولو درک نور هم پیاوړی شي.

XS
SM
MD
LG