د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د یو باثباته راتلونکي لپاره ځانګړی فرصت لري ـ ډېبرا لاینز


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د دفتر مشرې ډېبورا لاینز
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د دفتر مشرې ډېبورا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د دفتر مشره ډېبورا لاینز وایي دغه هیواد د باثباته راتلونکي لپاره ښه فرصت لري.

اغلې لاینز پرون پنجشنبه جون ۲۵(چنګاښ۵) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا پر مهال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پیلېدو په اړه «محتاطانه خوشبني» ښودلې ده.

نن جمعه د جون۲۶(چنګاښ۶) له یوناما لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د اغلې لاینز له قوله ویل شوي: "دواړه خواوې فکر کوي چې د خبرو بهیر به احتمالا اوږد او پیچلې وي، ما دوی وهڅول چې د سولې لپاره ژمنتیا، اړین نرمښت او لرلید ولري اوتردې مهمه داده چې د مذاکراتو د بریالي کیدو لپاره پر خپلو خلکو زړه سوی ولري.

نوموړې د سولې خبرو پیلېدو لپاره د یو مناسب چاپېریال رامنځته کېدو په هدف د تاوتریخوالي په کمدو ټینګار کړی چې په وینا یې یاد کار په افغانستان کې تلپاتې اوربند ته لار هواره ولای شي.

د یونام مشرې د امنیت شورا غونډه کې همدارنګه ویلي چې ملګري ملتونه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو ملاتړ کوي او زیاته کړې ده چې دوی په دې اړه د اړتیاو ګوته کولو په اړه له دواړو لورو سره خبرې کوي.

دې ویلي چې په افغانستان کې د سولې لپاره نوي فرصتونه را څرګند شوي، خو زیاته کړې ده چې د کویډ۱۹ وبا په دغه هیواد کې پر ورځني ژوند سیوری غوړولی.خو ټینګار یې کړی چې ملګري ملتونه په دواړو برخو کې له افغان حکومت سره مرستې کوي.

لاینز ویلي:"ملګري ملتونه له افغانانو سره ددغو بیسارو ننګونو او ناهیلیو په وخت کې ملګرتیا ته دوام ورکوي. د افغانستان خلک به ددغې شورا لارښوونو، ملاتړ او یووالي ته ګوري، ځکه دوی د سولې په اړه ددې شورا د اوږدې لارې پراساس خپله لاره ترسیم کړې."

د یوناما مشره پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیلېدو په اړه هیلي زیاتې شوي، خو د دغه خبرو د تر سره کېدو کره نېټه لا نه ده معلومه شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د دفتر مشرې ډېبورا لاینز روانه میاشت په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال ملا برادر سره لیدنه کې په افغانستان کې د سولې پر اړتیا غږېدلې وه.

بلخوا ولسمشر غني د TED په نوم له یو امریکايي بنسټ سره په تازه مرکه کې ویلي چې طالبان د افغانستان د ټولنې یوه برخه ده او دا ډله هم باید ومني چې د افغانانو له غوښتنې پرته هیڅ نشي کولی او یوې سیاسي حل لارې ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG