د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید شو 


د یوناما یو دفتر
د یوناما یو دفتر

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن پنجشنبه مارچ ۱۶ (کب۲۵) د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره هم وغځوه.

متحدو عربو اماراتو او جاپان په ګډه په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو پرېکړه لیک ترتیب کړی و او د امنیت شورا غړو ته یې وړاندې کړ او هغوی هم د رایو په اکثریت سره تائید کړ.

په ملګرو ملتونو کې په سیاسي چارو کې د متحدو ایالتونو د استازي ځای ناستي رابرټ ووډ د افغانستان وضعیت ته په کتو تر بل هر وخت اوس په افغانستان کې د بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو او نجونو د حقونو، د هغوی د مشارکت او د سولې او ثبات په برخو کې د یوناما رول مهم وګاڼه.

نوموړي‌ د مارچ په ورځ هم ویلي وو چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت ډېر مهم دی. هغه وړاندیز کړی و چې د امنیت شورا باید یوناما د افغانستان دخلکو لپاره د «نجات لارې» په توګه وساتي.

د چین استازي د یوناما د ستایلو تر څنګ وویل چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د سولې، ثبات، اقتصادي غوړېدا او ټولنینزو چارو لپاره مهم دی. هغه له یوناما څخه وغوښتل چې د دغو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره متوازن چال چلند غوره کړي.

یوناما: په ښځو باندې د طالبانو ځپونکي بندیزونه به نقدي او بشري مرستې کمې کړي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي وویل چې په اوسني وضعیت کې په افغانستان کې د یوناما ماموریت حیاتي دی. هغه ټېنګار وکړ چې د امنیت شورا د غړو له لوري د رایو په اکثریت سره د یوناما د ماموریت تمدید به د افغانستان خلکو ته دا پیغام ورکړي چې نړیواله ټولنه یې تر څنګ ولاړه ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د یوناما د ماموریت تمدید وستایه او هغه یې په افغانستان کې د همه شمول حکومت د جوړېدو، بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو او نجونو حقونو د درناوي لپاره مهم وباله او هیله وښوده چې په څو میاشتو کې دا اهداف ترلاسه شي.

یوناما چې د ملګرو ملتونو یو سیاسي ماموریت بلل کېږي، په ۲۰۰۲ کې د افغان حکومت د غوښتنې په اساس په افغانستان کې فعالیت پیل کړ.

XS
SM
MD
LG