د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه د پلخمري امام زمان جومات کې د داعش د برید په تړاو شواهد راټولوي


افغانستان لپاره د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه په پلخمري کې د جمعې د ورځې د چاودنې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ویلي دي، چې ددغې پیښې په تړاو د حقایقو په ټولولو باندې کار کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې د امام زمان په جومات کې د جمعې د ورځې د لمانځه پرمهال د چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

رویټرز اژانس ویلي، چې داعش د تیلګرام په ټولنیزه شبکه ګې په یو پیغام کې د پلخمري د چاودنې مسوولیت منلی دی.

د بغلان د ولایت د مرکز پلخمري ښار په دوییمه ناحیه کې د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۱) د امام زمان د شیعه مذهبو په یو جومات کې د لمانځه پرمهال په چاودنه کې لسګونه لمونځ کوونکي مړه او ټپیان شوي دي.

بغلان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مصطفی هاشمي په دغه چاودنه کې د اوو تنو وژل کیدل او د ۱۷ نورو ټپي کیدل تائید کړي دي.

خو د پیښې عیني شاهدان په دې چاودنه کې د تلفاتو شمیر د طالبانو د چارواکو د رسمي شمیر څخه زیات ښيي.

ځینو سیمه ییزو رسنیو دا چاودنه ځانمرګی برید ښودلی او په چاودنه کې یې د وژل شویو شمیر تر ۳۰ پورې او د ټپیانو شمیر په لسګونو تنه ښودلی دی.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تراوسه ددغې چاودنې د بڼې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارد بنیټ هم د ایکس په ټولنیزه شبکه په خپله پاڼه د جمعې د ورځې ناوخته د اکتوبر ۱۳ ( تلې ۲۱) لیکلي، چې د شیعه ګانو په جومات کې دا برید چې مسوولیت یې داعش منلی په سختو ټکو غندي.

ښاغلي بنیټ د پیښې د قربانیانو د کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې لیکلي: "افغانستان کې شیعه ګان، چې په پرله پسې ډول تر برید لاندې دي د بریدونو مخنیوي، ساتنې او حساب ورکونې ته اړتیا لري".

همداشان د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۱) په پلخمري کې د جمعې د ورځې د چاودنې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

میرمن امیري ویلي: "د شیعه ګانو د ټولنې پر وړاندې بریدونه هغې تنوع ته چې افغانستان تعریف کوي یو ګواښ دی. د قربانیانو کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوم. دا وحشت باید ودرول شي. کافي کړاونه ګالل شوي دي".

همداشان کابل کې د ایران سفارت هم د جمعې په ورځ، اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۱) د بغلان ولایت په مرکز د پلخمري ښار کې د چاودنې په غبرګون کې، ددغه چادونې پړه د امریکا او اسرائیل پر ملاتړو اچولې ده.

دغه سفارت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي،‌ چې نن د جمعې د لمانځه پر مهال، افراطي ترهګرو چې د امریکا او اسرائیل له ملاتړ څخه برخمن دي،‌ د پلخمري ښار د امام زمان په جومات کې یو زړه بوږنونکی او مرګونی تروریستي برید ترسره کړ،‌ چې له امله یې یو شمېر بې ګناه لمونځ کوونکي په شهادت ورسیدل.

د امريکا او اسرائيل چارواکو تر اوسه د ایران سفارت ددغه تور په اړه څه نه دي ويلي.

د پلخمري د جمعې د ورځې د چاودنې د غندنې په تړاو د نړیوالو ادارو د چارواکو د غبرګونونو سربیره د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله هم په جلا جلا پیغامونو کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې یې په خپلو پاڼو خپاره کړي دا برید په سختو ټکو غندلی او ددې پیښې د قربانیانو سره یې ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د بلې خوا د افغانستان د ولسي جرګې یو پخواني غړي سید جعفر مهدوي هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه ددې برید د غندنې په ترڅ کې د پیښې قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده. د ښاغلي مهدوي د ادعا له مخې په دې برید کې له ۴۰ زیات کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د اسلامي دولت د خراسان څانګې په دغه هیواد کې د شیعه مسلمانانو په جوماتونو او روزنیزو مرکزونو باندې د یو شمیر بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG