د لاس رسي وړ اتصالات

فلیپو ګراندي: له پاکستان څخه د افغانانو ډله‌ییز شړل هغوی له کړاو او ګواښ سره مخامخ کوي


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر فلیپو ګراندې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر فلیپو ګراندې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر فلیپو ګراندي له پاکستان څخه په زیات شمېر او په جبري ډول د افغان کډوالو د شړلو په اړه اندېښنه ښودلې او له دغه هېواد څخه یې غوښتي چې له افغانانو څخه دې د اوږدې مودې کوربتوب ته دوام ورکړي.

فلیپو ګراندي د دوشنبې ناوخته نومبر شپږمه (لړم ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې افغانستان کې روان بشري بحران ته په کتنې ویلي چې راروان ژمی به دا بحران لا پسې پراخه کړي.

ښاغلي ګراندي ویلي: "له پاکستان څخه په جبري ډول په زیات شمېر د افغانانو شړل هغوی د کړاونو او ګواښونو سره مخ کوي. د ژمی له رارسېدو سره افغانستان له وړاندې په بشري بحران کې ګیر شوی دی. زه پر پاکستان باندې غږ کوم چې زیانمنو افغانانو ته دې د خوندیتوب په برابرولو د خپل اږده کوبتوب رسم ته دوام ورکړي."

ګراندي د پاکستان څخه دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې غیرقانوني کډوالو ته له پاکستان څخه د وتلو دپاره د نومبر لومړۍ نیټې د مهلت پوره کېدو وروسته ددغه هېواد په ښارونو کې د کډوالۍ د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د لټون او نیولو بهیر چټک شوی دی.

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي چې ددغه هېواد د بیلا بیلو برخو څخه د افغان کډوالو وطن ته د ستنېدو لړۍ دوام لري. په تورخم کې پاکستاني چارواکو ویلي چې اوس مهال د ستنېدونکو افغان کډوالو زیات شمېر یې د پایتخت اسلام اباد او پنجاب د نورو ځایونو څخه خپل هېواد ته ستنیږي.

د خیبر پښتونخوا د ایالت د کورنیو چارو وزارت د شمېرنو له مخې، د روان کال د سپتمبر د میاشتې له ۱۷ د نومبر تر پنځمې پورې لږترلږه ۱۷۴ زره افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې شمېر کې د چمن - سپین بولدک د بندر له لارې ستانه شوي افغان کډوال نه دي شامل.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په یوه ویډیو کې چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس خپره کړه، اټکل کړی چې د تورخم او سپین بولدک له لارو له ۳۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال وطن ته ستانه شوي دي.

همداشان د طالبانو د حکومت د رسنیو مرکز ویلي، چې د سپتمبر د ۱۷ راهیسې تر تیرې ورځې پورې یوازې د تورخم له لارې شاوخوا ۲۰۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر په درېیمه د قانوني اسنادو نه لرونکو ۱.۷ میلیونو کډوالو ته چې ۱.۴ میلیونه یې افغان کډوال دي، د نومبر د میاشتې تر لومړۍ نیټې وخت ورکړ چې له دغه هیواد څخه ووځي. په دې پرېکړه کې ویل شوي چې که د قانوني اسنادو نه لرونکي کډوال تر ټاکلي نیټې ونه وځي نو د مهلت د پوره کېدو وروسته به ونیول شي او خپلو هېوادونو ته به ستانه کړل شي.

په تورخم کې یو شمېر ستانه شويو کډوالو وطن د ستنېدلو پر مهال د پاکستاني امنیتي منسوبینو د ناسم چلند څخه شکایتونه کړي او ادعا یې کړې چې امنیتي مسئولینو ورڅخه پیسې او د هغوی نورې شتمنۍ اخیستي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس د دوشنبې په ورځ نومبر شپږم( لړم ۱۵) کابل کې د افغانستان د اقتصاد په اړه یو جوړ شوي نړیوال کنفرانس ته په وینا کې وویل چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د افغان کډوالو د شتمنیو په لوټولو پیل کړی دی.

ستانکزي د افغان کډوالو سره د پاکستان د امنیتي منسوبینو چلند " ظالمانه" وباله او خبرداری یې ورکړ چې دغه چلند دې بدل کړي.

هغه وویل: " مونږ ډیر صبر وکړ، حوصله مو وکړه، تند غبرګون مو ونه ښود، د پاکستان د امنیتي ځواکونو اود پاکستان د حکومت څخه زمونږ هیله او تمه ده چې خپل چلند بدل کړي او مونږ دې ته اړ نکړي چې پر وړاندې یې غبرګون وښیو".

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون په یوه اعلامیه کې ستنېدونکو افغانانو سره د پاکستاني امنیتي منسوبینو ناسم چلند ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې په دې اړه خپرو شویو راپورونو ویرولی دی. دغه کمیسیون ویلي چې د پاکستان څخه د افغانانو ایستلو ددغه بهیر په پایله کې په پاکستان کې د ډیرو کوچنیو ماشومانو په ګډون د کورنیو غړي یو له بل څخه جلا شوي دي.

د پاکستان حکومت د ستنېدونکو افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه د ستنېدونکو افغان کډوالو او د طالبانو د چارواکو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی. خو ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د شړلو پلان یې د هیڅ کوم هېود په خلاف نه دی، بلکې ددغه پلان له مخې به په پاکستان کې د میشتو ټولو هېوادونو د قانوني اسنادو نه لرونکي کډوال وایستل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG