د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني رسنۍ د افغان کډوالو د شړلو ستونزې نه انځوروي - شنونکي


کراچۍ کې د پولیسو د یو ماموریت دباندې افغانان د خپلو کډوالۍ د اسنادو تائید ته په تمه دي.
کراچۍ کې د پولیسو د یو ماموریت دباندې افغانان د خپلو کډوالۍ د اسنادو تائید ته په تمه دي.

شنونکي وايي په پاکستان کې د رسنیو کنترول ددې لامل شوی چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو مسئله او د کډوالو ستونزې ددغه هېواد په رسنیو کې پوښښ ونه مومي.

له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې له پاکستان څخه د افغان کډوالو شړل په نړیوالو او سیمه ییزو رسنیو کې توده موضوع ده او ډېرو یې د هغوی د ستنولو مسلې ته خبري پوښښ ورکړی دی.

خو دننه په پاکستان کې رسنۍ د افغان کډوالو روانې ستونزې هاغسې نه انځوري، لکه څنګه چې دغه کډوال ورسره مخامخ دي لکه د ژمي په دې یخ او باراني موسم کې تر شنه اسمان لاندې له کوچنیانو، بوډاګانو، ښځو او ناروغانو سره پر خیبر او چمن په موقتي مرکزونو کې د ستنولو نوبت ته انتظار ایستل او داسې نور.

په لندن کې د ډیجیټل میډیا او سیاسي فعالیت په برخه کې د پي اېچ ډي زده کوونکي ضیاء الله همدرد له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې د پاکستان لویې رسنۍ تر کنټرول لاندې دي، نو تمه ترې نشي کېدلای چې هغوی دې په ښکاره د افغان کډوالو غوندې بشري بحران ته خبري پوښښ ورکړي.

ښاغلي همدرد وویل: "د پاکستان میډیا ډېره کنټرول ده، د میډیا تعلق له جمهوریت سره وي، په یوه هېواد کې چې جمهوریت څومره پیاوړی وي، په هغومره اندازه د هغه هېواد بنیادي درې ستنې لکه مقننه، عدلیه او اجرائیه یا حکومت هومره ازاد وي. په پاکستان کې جمهوریت کمزوری دی. د ریاست درې ستنې محکومې دي. میډیا چې د یو ریاست څلورمه ستنه ده، د نورو درېوو ستنو غوندې میډیا هم کنټرول ده نو ځکه د افغان کډوالو د ستونزو او مشکلاتو ریښتینی انځور نه وړاندې کوي."

په کویټه کې پروفیسر برکت شاه کاکړ چې پر ادب او سیاست ژور نظر لري، هم له ښاغلي همدرد سره همغږی دی. له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل: "د پاکستان مرکزي رسنۍ خو هېڅ هم نه وايي، هېڅ نه خپروي چې له افغان کډوالو سره څه روان دي، یوازې وړې وړې خبرې رپوټوي، په څومره پیمانه چې کډوال شړل کېږي، په هغه اندازه یې تصویر نه ښودل کېږي. دلته زیاتره میډیا له غیرضروري موادو ډکه ده."

پروفیسر برکت شاه کاکړ زیاتوي چې پاکستانۍ رسنۍ د افغان کډوالو ستونزه د فلسطین په مسله او د کرکټ په لوبه کې پټوي.

خپله په پاکستان کې د انګلیسۍ ژبې ورځپاڼې ټریبیون سرمقاله لیکونکی محمد حامد زمان هم په دې اړه په خپل یو متن کې کښلي چې پاکستانۍ رسنۍ پر افغان کډوالو غلې ده. هغه لیکي چې د انګلیسۍ ژبې ورځپاڼې څه ناڅه پرې لیکي خو هومره نه دي، څومره چې پکار ده او د اردو ژبو ورځپاڼو ورباندې چوپتیا اختیار کړې ده.

محمد حامد زمان لیکي چې د افغان کډوالو د ړنګو شویو کورونو تصویرونه به په بهرنیو ورځپاڼو کې مومئ. ښاغلی زمان په خپله لیکنه کې ادعا کړې چې په پاکستان کې افغان وګړو ته د مساوي انسان په سترګه نه کتل کېږي.

بلخوا په پېښور کې لیکوال او خبریال سید فخر کاکاخېل د افغان کډوالو په اړه رسنیز پوښښ بل ډول لرزوي، هغه وایي: «دلته رسنۍ په درو برخو ویشل شوي دي، سیمه ییزې، ملکي او نړیوالې. په علاقايي کې لکه خیبر نیوز چینل، مشرق، لوکل اېکسپرېس او علاقايي اخبارونه، دوی د افغان کډوالو موضوع ښه خپروي، خو په ملکي میډیا لکه جیو ټي وي، اې ار وای، جنګ اخبار او ځینو نورو کې یې راپورونه دومره نه راځي، خو نړیوالې رسنۍ لکه الجزیره، امریکا غږ، بي بي سي یا په پاکستان کې د انګرېزۍ ژبې ډان او دې نیوز اخبارونه ورته ښه کوورېج (پوښښ) ورکوي، هغه ځکه چې دا یوه نړیواله مسله ده. په دې کې یو اېن اېچ سي ار، ملګري ملتونه، او نورې نړیوالې ادارې ښکېل دي نو هغوی ورته کوورېج ډېر ورکوي.»

فخر کاکاخېل زیاتوي چې ملکي مېډیا یې خبري پوښښ ځکه ډېر نه ورکوي چې دغه رسنۍ کمرشل دي، هغوی هغه خبر خپروي چې د دوی پکې ګټه وي. د هغه په وینا هغوی د هیواد په کچه سیاسي مسلو ته ترجیح ورکوي.

د پاکستان حکومت د تېرې اکتوبر میاشتې پر درېمه نېټه په دغه هېواد کې میشته ټولو ناقانونه کډوالو ته امر وکړ چې د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې دې په خپله خوښه له دې هېواده ووځي ګنې تر هغه وروسته به یې نیسي او شړي به یې.

اسلام اباد وايي، د ناقانونه کډوالو د ایستلو پرېکړه یې په دغه هېواد کې امنیتي او اقتصادي ستونزو ته په کتو کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG