د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د مرستو په رسولو کې د ښځو موجودیت اړین دی


د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ مرستیالې میرمن جیلیان تریګز، افغانستان ته د سفر پر مهال د مرستو رسونې په چارو کې د ښځو په ونډې باندې ټینګار کړی دی.

میرمن جیلیان تریګز دیکشنبې په ورځ اپریل ۳۰ (ثور۱۰) کابل هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل:" د بشري مرستو رسول ډیر زیات مهم دي او په موثر ډول ددغو خدمتونو رسولو لپاره د ښځینه کارکوونکو موجودیت اړین دی."

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې د تعلیم او کار په ګډون په پرله پسې ‌ډول محدودیتونه لګولي دي.

ددغو محدودیتونو په لړ کې طالبانو حکومت تیره میاشت د ملګروملتونو په ادارو کې هم د ښځو په کار محدودیت هم لګولی دی. ددې وړاندې طالبانو حکومت په غیر دولتي موسسو کې افغان میرمنې د کار څخه منع کړې وې.

د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار د بندیز وروسته د ملګروملتونو د انکشافي ادارې مدیر اخیم اشتنایر خبراداری ورکړی و، چې که طالبان د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار لګیدلي محدویتونه لیرې نه کړي نو دا اداره به "چمتو وي، چې له افغانستان څخه د وتلو زړه ماتوونکي پریکړه وکړي".

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د شنبې په ورځ اپریل ۲۹ (ثورنهم) د خپل ټویټر په پاڼه د مرستو رسونې په چارو کې د ښځو ونډه ډیره مهمه بللې او د طالبانو له خوا یې په افغانستان کې پر ښځو په لګیدلو محدودیتونو باندې انتقاد کړی او د دغو محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګروملتونو او مرستو رسونې د ادارو د پرله پسې غوښتنو سره سره طالبانو حکومت خپله پریکړه بیرته نه ده اخسیتې او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې یې د ښځو په کار محدودیت د افغانستان " داخلي" مسله ګڼلې ده.

د طالبانو حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ می اول (ثور۱۱) په یوه خبرپاڼه کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د مرستیالې د سفر هرکلی کړی دی.

ددغه وزارت چارواکو ویلي، چې د کډوالو او مهاجرینو موضوع " سیاست سره تړاو نلري او په کار نه دي، چې بشري مرستې لکه، چې ادعا یې کیږي مشروطې اوسي".

د کډوالو او ستندیونکو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د مرستیالې له قوله ویلی، چې د ملګرو ملتونو دغې ادارې په افغانستان کې د کډوالو د ستنیدلو د پروګرامو څخه د ملاتړ او ستنیدونکو سره د مرستې په برخو کې د اوږدو کلنو راهیسې کار کړی او لا هم خپلو پروګرامونو ته به دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG