د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: تیرکال ۷۱۵ زره په سختې خوارځواکۍ اخته افغان ماشومان روغتون کې بستر شوي


د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" د تیر ۲۰۲۳ کال په راپور کې ویلي چې په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.

ددغه راپور له مخې چې د یکشنبې په ورځ فبرورۍ څلورم ( سلواغې ۱۵) خپور شوی یونیسف د تیر ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د ۳۳۰۰ څخه زیاتو روغتیايي مرکزونو کې د پنځه کلنو ښکته عمر لرونکو په سختې خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته د درملنې په برخه کې ملاتړ برابر کړی دی.

د یونیسف د وینا له مخې تیرکال له ۱۵ میلیونو څخه زیات ماشومان په ثابتو او ګرځنده روغتیايي مرکزونو کې د خوارځوکۍ د کچې د معلومولو لپاره معاینه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي:" په سختې خوارځواکۍ اخته ۷۱۵ زره ماشومان چې ۵۷ فیصده یې نجونې وې بستر شوي دي. په عمومي ډول په ۲۰۲۳ کال کې پر سختې خوار ځواکۍ اخته ټول هغه ماشومان چې درملنه یې شوې شمیر کې یې د تیرکال پرتله ۲۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په درملنه کې د کلني ټاکل شوي هدف څخه ۶۲ فیصده زیاتو ماشومانو درملنه شوې ده. یونیسف په درملنه کې ښه والی د روغتیايي خدمتونو ښه کیدو او د تغذیي د پروګرامونو ښه پوښښ ښودلی دی.

د ملګروملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د شمیرنو له مخې اوس مهال په افغانستان کې څلور میلیونه کسان چې ۳.۲ میلیونه یې د پنځه کلنو څخه ښکته عمرونه لري په سختې خوارځواکۍ اخته دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" ویلي چې د شپږومیاشتو څخه تر ۵۹ میاشتو پورې ۲.۳ میلیونو ماشومانو ته پروتین لرونکي پوډر او هم یې ۸.۶ میلیونو ماشومانو ته ویټامین "اې" د واکسین د ملي کمپاینونو په ورځو کې برابر کړي دي.

همداشان دغې ادارې ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې ددغې ادارې د اضطراري خوړو د برابرولو پروګرامونه د یو لړ اجرائیوي ستونزو سره هم مخ وو.

ددې ادارې د وینا له مخې په معیاري ډول د ملي تغذیي بهیر څخه څارنه او ارزونه، د مرستو ارزونه اوپه ټول افغانستان کې یې انتقال ممکن نه و او هم په جنوبي ولایتونو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د خدمتونو وړاندې کول هم محدود شوي وو.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ دغې ادارې دمخه ویلي و چې د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو باندې مخ په زیاتیدونکي ډول د محدودیونو په برخه کې د ننګونو سره سره روغتیايي کارکوونکو په ځانګړي ډول ښځینه کارکوونکو څخه ملاتړته دوام ورکوي.

یونیسف ویلي چې د نورو ګواښونو ترڅنګ تیر کال د بودیجې د محدودیت سره هم مخ وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG