د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: ۳.۳ میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړیږي


د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان د وګړو ۳۰ فیصده چې شمیر یې ۱۳ میلیونو کسانو ته رسیږي د خوړو له پلوه خوندي نه دي.

ددغه سازمان عمومي رئیس ټیډروس اډهانوم قبریسوس د چهارشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر۲۰(لیندۍ ۲۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د یو میلیون ماشومانو په ګډون ۳.۳ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ناروغۍ کړیږي.

ښاغلي قبریسوس ویلي:" نږدې یو میلیون ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته دي او ۲.۳ میلیونه نور د خوارځواکۍ د منځنۍ کچې ناروغۍ باندې اخته دي د بدن د مدافعوي سیستم د کمزوری کیدو او په دې سخت ژمي کې هغوی په لوړه کچه په هغو ناروغیو د اخته کیدو د ګواښ سره مخ دي چې د مړینې سبب یې کیدلی شي".

ټیډروس اډهانوم قبریسوس د دغه سازمان سره محدودو مالي امکاناتو ته په پاملرنې اندیښنه ښودلې چې په دغه شمیر کې به په راتلوونکو اونیو او میاشتو کې نور زیاتوالی هم راشي.

ښاغلي قبریسوس افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو لپاره د ۱۸۵ میلیونو ډالرو د اړتیا یادونه کړې او ویلي دي چې دغه پیسې به افغانستان کې د روغتونونو څخه د روغتیا نړیوال سازمان د ملاتړ د برابرولو او د خوړو نه خوندیتوب له امله په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو د مړینې مخه ونیسي.

د بلې خوا د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" په یو راپور کې چې د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۲ (مرغومې لومړی) یې خپور کړی، ویلي چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او اکتوبر ترمنځ میاشتو کې افغانستان کې د بشري مرستو د چمتو کولو ادارو ۲۱.۳ میلیونو وګړو سره د خوړو بدلیل معشیت په برخو کې او ۱۳.۷ میلیونو کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.

دغې ادارې ویلي چې ۸.۹ میلیونو کسانو سره د څښاک د اوبو او حفظ الصحې په برخو کې او ۴.۸ میلیونو ماشومانو او میندواره او شیدې ورکوونکو ښځو سره د تغذۍ په برخه کې مرستې شوي دي.

همداشان اوچا ویلي چې ۲.۸ میلیونو ته د خوندیتوب په برخه کې، دوو میلیونو ماشومانو سره د پوهنې په برخه کې او ۵۹۰ زره نورو افغانانو سره د سرپناه د برابرولو په ګډون بیړنۍ مرستې شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې په عمومي ډول په دغه موده کې د مرستې رسونې ادارو ۲۶.۵ میلیونو وګړو سره مرستې کړي دي.

اوچا ویلي چې ددغو مرستو په برابرولو کې د هغو ۸۵۰ میلیونو ډالرو بودیجې څخه کار اخیستل شوی چې د ملګروملتونو په ۲۰۲۲ کال کې سپما کړې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG