د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف له زلزلې ځپلیو افغان ماشومانو سره د مرستو لپاره ۲۰ میلیون ډالر غواړي


په هرات کې یو شمېر زلزله ځپلي ماشومان
په هرات کې یو شمېر زلزله ځپلي ماشومان

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وایي چې د افغانستان په لویدیځ کې د وروستیو زلزلې له کبله د زیانمنو شویو ۹۶زره ماشومانو سره د مرستو لپاره یې د ۲۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

یونیسف وايي چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به ۲۰۰زره کسانو ته حیاتي مرستې ورسېږي، په دې کې ۹۶زره هغه ماشومان هم شامل دي، چې په بد وضعیت کې د هرات په زلزلې ځپلیو سیمو کې ژوند کوي.

ملګري ملتونه وايي په هرات کې د مړه شویو ۱۰۰۰ کسانو څخه یې ۹۰سلنه ماشومان دي. طالب مقامات وايي‌ چې په دغو زلزلو کې څه باندې ۲۰۰۰ تنه مړه شوي دي.

یوازې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د ۱۱۵۰۰ کسانو کورونه له خاورو سره خاورې شوي او زرګونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف وايي چې په دغو ۲۰ میلیون ډالرو باندې به اړمنو خلکو ته ضروري وسائیل اخلي، د نس ناستې ناروغۍ، د سوء تغذیه ماشومانو او له پېښې څخه وروسته د خلکو رواني درملنه کوي او د زنده جان په ولسوالۍ کې به ۱۴۰۰ کورنیو ته نقدي مرستې برابروي.

یونیسف ویلي دي چې د ماشومانو لپاره به د زده کړو موقت مرکزونه هم پرانیزي. دغه اداره وايي چې د ژمي په را رسېدو سره د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه ډېره اندېښمنه ده.

په افغانستان کې د یونیسف سرپرست راشنن مرتضا وویل چې د دغو سیمو خلک تر زلزلې مخکې هم له ناامنیو، وچکالۍ، بې وزلې او کډوالۍ څخه کړېدل.

هغه وویل: «دا ټول محرومیتونه سره یو ځای شوي او یو بېساری بیړنی بشري وضعیت یې رامنځ ته کړی دی. یونیسف او زموږ شریکان له اولې ورځې څخه په سیمه کې وو او ماشومانو ته مو حیاتي مرستې برابرې کړې دي.»

مرتضا وایي چې یونیسف اوس د ماشومانو سره د مرستو لپاره نورو مرستو ته ضرورت لري. د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل په اساس، په هرات کې زلزلو څه باندې ۱۲۰۰۰ کسان زیانمن کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG