د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې په زرګونو زلزله ځپلې په سړه هوا کې بې سرپناه پاتې دي


ملګري ملتونه وايي، د هرات زنده جان ولسوالۍ په ۱۱ کلیو کې ټول کورونه نړېدلي او په ټوله کې د څه باندې ۱۷۰۰ کورنیو لږ تر لږه ۱۲ زره کسان اغېزمن شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، د هرات زنده جان ولسوالۍ په ۱۱ کلیو کې ټول کورونه نړېدلي او په ټوله کې د څه باندې ۱۷۰۰ کورنیو لږ تر لږه ۱۲ زره کسان اغېزمن شوي دي.
په داسې حال کې چې په هرات کې د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۸) خیریه کارکوونکو د زلزلې د ژوندي پاتې شویو کسانو د لټون وروستۍ هلې ځلې کولې، په زرګونو خلک چې په دغه زلزله کې یې کورونه نړېدلي دي، د ژمې په درشل کې بې سرپناه پاتې دي.

د ریختر په کچه په دغه ۶.۳ درجه زلزله کې لږ تر لږه ۲۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

په داسې حال کې چې یو شمېر رضاکارانو د مړو دپاره قبرونه کېندل، نورو بیا له خپلو بیلونو او تیشو سره د نړېدلو کورنو په خځلو کې په ژوندي پاتې شویو انسانانو پسې کتل.

ملګري ملتونه وايي، د زنده جان ولسوالۍ په ۱۱ کلیو کې ټول کورونه نړېدلي او په ټوله کې د څه باندې ۱۷۰۰ کورنیو لږ تر لږه ۱۲ زره کسان اغېزمن شوي دي.

ټولو اغېزمنو شویو کورنیو ته د سرپناه برابرول د طالبانو د حکومت لپاره چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د بیا واکمن کېدو راهیسې له نړیوالو مرستندویه سازمانونو سره خرابې اړیکې لري، یوه ننګونه بلل کیږي.

په هرات ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه وايي، په زلزله کې د زخمي شویو کسانو درملنې هم ستونزې ایجاد کړي دي.

دغې ټولنې په خپل ایکس (ټویټر) حساب کې ولیکلي: "له پرون راهیسې۳۴۰ څخه ډیر ناروغان رخصت شوي، خو دوی نه غواړي چې روغتون ترک کړي، ځکه چې کورونه یې نړېدلي او د تګ دپاره ځای نلري."

محلي چارواکو او مرکزي ادارې د زلزلې د تلفاتو متضادې شمېرې ورکړي دي، خو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مړو شمېر ۲۰۵۳ ښودلی دی.

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ وویل چې د مړو شمیر نږدې ۱۳۰۰ ته رسیدلی او لږ تر لږه ۵۰۰ نور لا هم ورک دي چې ډیری یې ښځې دي.

د هرات زلزله په تیرو ۲۵ کلونو کې په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې ده.

د جون په میاشت کې په پکتیکا کې د ریختر په کچه ۵.۹ درجې زلزلې کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان مړه او په لسګونو زره نور بې سرپناه پاتې شول.

د طالبانو چارواکو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو سره د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی، چې په زلزله ځپلو سیمو کې یې د محافظه کارو کورنیو د اړتیاوو ارزونه ستونزمنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو حکومت باید ډاډ ترلاسه کړي چې د ژغورنې او مرستې عملیات "پرته له تبعیض" ترسره کیږي او بشردوستانه ادارې اغیزمنو سیمو ته بشپړ او له خنډ پرته لاسرسی لري.

د هرات زلزله په داسې حال کې پیښه شوې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې دغه هېواد له اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې دا زلزله "د یو بحران پر سره بل بحران" بللی دی.

د وروستیو کلونو سختې وچکالۍ هم د هرات ۱.۹ میلیون نفوس لرونکي ولایت په زراعت تکیه اقتصاد ته زیان پېښ کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG