د لاس رسي وړ اتصالات

خوړو نړیوال پروګرام: د هرات زلزله د ناورین په سر بل ناورین دی


د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د هرات په ولایت کې د شنبې د ورځې زلزله او ددغې زلزلې وروسته ټکانونه د یو ناورین پر سر بل ناورین په توګه یاد کړي او د نړیوالې ټولنې څخه یې افغانانو ته د مرستو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

افغانستان کې ددغه سازمان د مطبوعاتو د څانګې مشر فلیپ کروف د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱( تلې ۱۹) د رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې زلزله ځپلو ته په محدوده اندازه مرستې، د مرستو رسولو چارې د ستونزو سره مخ کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د شنبې په ورځ د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلزلې د هرات، بادغیس، فراه او هلمند ولایتونه ولرزول.

دغې زلزلې د نورو سیمو پرتله د هرات ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې زیات ځاني زیان اړولی او ددغې ولسوالۍ اکثره کورونه یې د خاورو سره خاورې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د پیښو پر وړاندې د مبارزې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې شنبې د ورځې زلزلې او د زلزلې وروسته ټکانونو د څلور زره او ۵۰۰ په شاوخوا کې کسان مړه او ټپیان کړي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان په لویدیځ کې د چهارشنبې د ورځې سهار اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) هم د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې یوه بله زلزله شوې ده.

په هرات کې سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د چهارشنبې د ورځې په زلزله کې هم یو تن مړ شوی او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رسپرست ډاکټر قلندر عباد د چهارشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د هرات په ولایت کې په زلزله کې د مړو شویو کسانو شمیر شاوخوا زر تنه او د ټپیانو شمیر د دوه زرو او ۴۰۰ په شاوخوا کې وښود.

ښاغلي عباد وویل:" په داسې یو حالت کې، چې هلنه کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي وي او هلته ابادي له منځه تللي وي نو دا وضاحت کول، چې ایا دلته څومره ولسونه اوسیدل هلته د نفوس تطبیق کول او بیا د متاثره شویو خلکوتثبیت او بیا د منځه تللو د شهیدانو او همدارنګه د زخمیانو تثبیتول دا ډیر مشکله مرحله وي ".

دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې د ورځې د زلزلې د مړو شویو کسانو شمیر دوه زره ۵۳ او د ټپیانو شمیر یو زر او اعلان کړی و.

فلیپ کروف ویلي، چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو وروسته، دا اداره په دغه هیواد کې یوازې درې میلیونو افغانانو سره د خوړو مرستې کوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام دغه چارواکي ویلي، چې په زلزله کې ټول روغتیايي مرکزونه هم ویجاړ شوي او د خلکو د معیشت امکانات له منځه تللي دي.

فلیپ کروف ویلي، چې هغه میندې، چې خپلو ماشومانو ته شیدي ورکوي له نورو زیاتي زیانمنې شوې دي.

فلیپ کروف ویلي:" که چیرې ورسره مرسته وکړای شو نو د خوارځواکۍ مخه نیول کیږي، دا هغه څه دي، چې مونږ یې کوو، ځکه چې د خوارځواکۍ مخنیوی د خوارځواکۍ د درملنې پرتله ډیر ارزانه دی".

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د هرات په ولایت کې په زلزله کې د ټولو مړو شویو کسانو نوي فیصده یې ښځې او ماشومان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې دا سازمان د شلو نورو مرستې رسونې د ادارو سره په سیمه کې زلزله ځپلو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د سعودی عربستان، قطر، او ایران سرې د میاشتې ادارو او د چین، ډنمارک او ناروې سور صلیب، همدا راز د نړیوال سور صلیب ادارې او هم نړیوال فدراسیون د هرات زلزله ځپلو سره نغدي مرستې، خوراکي توکي، درمل، لباس او نور لوازم د هرات ولایت ته استولې دي.

همداشان متحده عربي امارات ، ترکمنستان، اوزبیکستان هم د هرات ولایت زلزله خپلو لپاره بشري مرستې دغه ولایت ته استولي دي. ایران او ترکیې له وړاندې د لومړنیو مرستو سربیره، ژغورنډلې هم دغه ولایت ته استولي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د سیمې لپاره د بریتانیې د سره صلیب مسؤل راجیش سریواسټوا هرات ته سفر کړی او د سرې میاشتې ټولنې د سرپرست مولوي مطیع الحق خالص سره یې په کتنه کې زلزله ځپلو سره د مرستې د برابرولو ژمنه کړې ده.

د بلې خوا د هرات ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس احمدالله متقي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته په زلزله ځپلو سیمو کې د مخابراتي شبکو له خوا د نویو انتنونو په لګولو سره ګرځنده تیلیفوني شبکو فعالیت بیرته پیل کړی دی.

د شنبې د ورځې د زلزلې وروسته په دغو سیمو کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه هم ځنډیدلي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG