د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: افغانستان کې د ماشومانو د ودونو کچه ۱۰ فیصده ټیټه شوې


AFGHANISTAN MARRIAGE WEDDING
AFGHANISTAN MARRIAGE WEDDING

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سره په ګډه په افغانستان کې په ماشومتوب کې د ودونو په اړه یو بشپړ راپور نن د یکشنبې په ورځ (زمري ۷مه) خپور کړی، چې په تیرو پنځه کلونو کې د ماشومتوب په ودونو کې لس فیصده کموالی ښيي.

دغه څېړنه چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ترمشرۍ لاندې بشپړه شوې ، ښیي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت، بېوزلي، ټولنیزو باورونو او ټولنیزو رواجونو په عمومي ډول، د انجونو ژوند د ګواښ سره مخ کړی او لا هم د ماشومتوب واده د منفي اغېزو په اړه په ټولنه کې کم پوهاوی موجود دی.

په دغه راپور کې ویل شوي " ډیر وخت تمرکز د ماشومتوب واده پر روغتیایي اغېزه کیږي او پر پوهنه، تغذیه او اقتصادي وده کې د ښځو او انجونو د ګډون په اړه د ماشومتوب واده د اغېزو په برخه کې محدود پوهاوی موجود دی".

په کابل کې د یونیسف د دفتر ویاند فریدون ارین امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا اداره په تیرو پنځه کلونو کې ماشومتوب ودونو په کچه کې لس فیصده کموالی یو ښه پرمختګ ګڼي.

ښاغلي ارین وویل " په لس فیصده کمې ډیر خوشاله یو، خو د ماشومتوب د ودونو کچه لا هم لوړه ده. هغه رسم او رواجونه او ټولنیزې ستونزې لا په ځای دي، چې د ماشومتوب د ودونو سبب ګرځي، د دغو ستونزو سره د مبارزې لپاره پروګرامونو پلی کیدو ته اړتیا ده".

ښاغلي ارین وویل، د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره د افغان حکومت د بیلابیلو ادارو سره د ماشومتوب د ودونو په برخه کې د پوهاوي د زیاتیدو تر څنګ د ماشومانو د ژوند د خوندیتوب لپاره کار کوي.

د افغان حکومت او د یونیسف ددغې ګدې څېړنې له مخې په افغانستان کې۴۲ فیصده کورنیو لږ تر لږه یو غړي د ۱۸ کلنۍ له عمر مخکې واده کړی دی.

خو دا اندازه د افغانستان په ولایتونو کې یو ډول نه ده د غور په ولایت کې د ۲۱ فیصده کورنیو لږ تر لږه یو غړي له اتلس کلنۍ وړاندې واده کړې، چې دا اندازه بیا د پکتیا په ولایت کې ۶۶ فیصدو ته رسیږي.

ملګري ملتونه د افغان حکومت سره په ګډه کارکوي ترڅو د ماشومتوب ودونو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي او تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د ماشومتوب د ودونو دود بیخې له منځه لاړ شي.

دغه څېړنه د افغانستان په پنځو ولایتونو، بامیان، کندهار، پکتیا، غور او بادغیس ولایتونو کې په ښارونو د ښارونو په څنډو او کلیو کې د کورنیو سره د مرکو پر اساس شوې ده.

په څیړنه کې شاملو ۷۸ فیصدو مرکه کوونکو ویلي، چې په کورنیو کې د واده د اړوند مسلو په اړه يوازې پلرونه پریکړې کوي.

په دې څیړنه کې ۵۵.۷ فیصدو مرکه کوونکو ویلي، چې د ودونو په اړه باید د ودونو وړاندې د واده کوونکو سره هم سلامشورې وشي.

XS
SM
MD
LG