د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: تیرکال افغانستان کې ۲.۵ میلیونو نجونو د وینې د کمیدو مخنیوي تابلیټونه ترلاسه کړي


د وینې کمښت یا انیمیا ناروغي دې ته وایي چې د انسان په بدن کې وینه د اړتیا له کچې کمه وي.
د وینې کمښت یا انیمیا ناروغي دې ته وایي چې د انسان په بدن کې وینه د اړتیا له کچې کمه وي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) وايي چې د تیر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې یې په افغانستان کې ۲.۵ میلیونو نجونو ته د وینې د کمیدو د درملنې لپاره اوسپنې لرونکي تابلیټونه ورکړي دي.

یونیسف د یکشنبې په ورځ فبرورۍ دوېیم ( سلواغې ۱۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې هره ورځ د اوسپنې لرونکي تابیلیټونو استعمالول د وینې د کمیدو ناروغۍ "انیمیا" مخنیوی کولای شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي: "د سلبې په څیر ټولنیز روغتیاپالان ښځو او ځوانو نجونو ته چې په لوړه کچه د وینې د کمښت د خطر سره مخ دي اوسپنې لرونکي تابلیټونه رسوي. په ۲۰۲۴ کال کې له ۲.۵ میلیونو څخه زیاتو نجونو په ټول افغانستان کې د یونیسف په ملاتړ دا تابیلټونه ترلاسه کړي دي".

د وینې کمښت یا انیمیا ناروغي دې ته وایي چې د انسان په بدن کې وینه د اړتیا له کچې کمه وي. په ٢٠٢٣ کې ترسره شوې یوې څیړنې موندلې چې په ٢٠٢١ کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا دوه میلیارده خلک له انیمیا یا د وینې د کمښت له کبله اغیزمن شوي.

په دې څیړنه کې دا هم وموندل شوه چې د انیمیا ناروغي په ځانګړې توګه په لویدیځه او مرکزي افریقا کې خپره شوې او د نړۍ په هرو څلورو کسانو کې یو یې اغیزمن کړیدی.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا کله چې په میرمنو کې د وینې د حجرو د موجودیت تمرکز د ١٢ ګرام نه کم وي، او په نارینه وو کې د ١٣ ګرام نه کم وي نو دا انیمیا یا د وینې کمښت بلل کیږي.

د انیمیا ناروغه سیلویا انینګو وايي: "زه فکر کوم چې زه انیمیا لرم ځکه چې زه د یو ماشوم د زیږون وروسته ژر بیا امیدواره شوم، او د ګټورو خوړو وس هم نه لرم."

د انیمیا بله ناروغه مریم کیتا وايي: "زه نشم کولای د خپلې وینې کچه پوره کړم ځکه چې زه په بدن کې د کافي وینې د لرلو لپاره سبزیجاتو ته اړتیا لرم، او همدارنګه کله چې زه ماشوم وزیږوم، زه به نورو زیاتو صحي خوړو ته ضرورت ولرم."

د روغتیا پوهانو په وینا، د امیندوارۍ په جریان کې د وینې کموالی، د ماشوم د زیږېدو وروسته د مغزو د سکتې، د زیږون وروسته د وینې بهیدو، د ماشوم د کم وزن، د زیږیدنې پر مهال د ماشوم د مړینې او په ماشوم او مور دواړو کې د انتاناتو لامل کیدای شي.

د انیمیا په نښو کې ساه لنډي، د سر درد او ستړیا شامل دي. ډاکټران وايي چې د وینې د کمښت یو مهم لامل د اوسپني چې د بدن لپاره اړینه ده، کمښت دی. د اوسپني لپاره مهمې سرچینې سره غوښه، چرګان، کب او هګۍ دي.

د خوړو څېړونکې سمیرا ناصر وايي: "هغه څه چې زه یې وینم هغه د اوسپني د کمښت سره د تړلې انیمیا زیاتوالی دی. د دغه لوی علت د ښو خوړو نشتوالی دی. زموږ زیاتره ناروغان هغه خواړه نه شي اخیستی چې پوره اوسپنه لري. دوی د نیستۍ له کبله اکثره د یو وخت ډوډۍ پریږدي."

د روغتیايي ارزونې انسټیټیوټ د ٢٠٢٣ کال څیړنه ښیي چې د انیمیا اصلي لامل په خوړو کې د اوسپنې کمښت دی. د اوسپنې د کمښت ترڅنګ، په سیمه کې د انیمیا لاملونه ملاریا، HIV او د وینې اختلالات دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د ماشوم د زیږون د عمر په ښځو کې د انیمیا کچه لږ تر لږه د ۲۰۱۲ کال کچې یعنې په سلو کې پنځوس سلنې ته راټیټه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG