د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۲،۵ میلیون کسانو ته روغتیایي خدمتونه برابر شوي 


د ننګرهار روغتون
د ننګرهار روغتون

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) د افغانستان خلکو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د هڅو د دوام خبر ورکړی دی.

یونیسف د پنجشنبې په ورځ مارچ دریمه (کب ۱۲) په یو رپوټ کې ویلي چې د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه ددې میاشتې تر پایه یې څه دپاسه دوه میلیون او ۴۷۵زرو کسانو ته د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې روغتیایي خدمات برابر کړي دي.

یونیسف همداشان ویلي چې پدې میاشت کې د پنځو کلونو ټیټ عمر څه دپاسه اته میلیون ماشومانو ته په ټول هیواد کې د پولیو واکسین تطبیق شوی دی.

په رپوټ کې راغلي چې ملګرو ملتونو په ټول هیواد کې ۲۸۱۳۰۲ ماشومانو ته د زده کړو زمینه بر ابره کړې او اوس دغه ماشومان په زده کړو بوخت دي. دغه ماشومان د یونیسف له لورې په ځانګړو جوړ شویو ټولګیو کې زده کړې کوي.

یونیسف همداشان پدې هیواد کې د کارګرو ماشومانو وضعیت د اندیښنې وړ ګڼلی او زیاته کړې یې ده چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې یې په افغانستان کې د نژدې ۳۵زره خطر سره مخامخ ماشومانو سره مرسته کړې ده.

پدې وروستیو کې د ملګرو ملتونو وجهي صندوق د افغانستان د روغتیایي نظام د له منځه تللو د مخنیوي، د غذایي موادو د برابرولو، او د افغان کورنیو او ماشومانو لپاره د زده کړو او نورو حیاتي ټولنیزو خدمتونو په خاطر دوه میلیارد ډالر غوښتي وو.

یونیسف ویلي وو چې پدغو پیسو به په افغانستان کې د څه دپاسه ۲۴ میلیون کسانو چې نیمایي یې ماشومان دي، بیړنۍ اړتیاوی پوره شي.

دغه صندوق د نړیوالې ټولنې او نړیوالو سازمانونو د مرستو څخه په مننه ویلي چې اوسمهال پدې هیواد کې د اړمنو په ځانګړې توګه د ماشومانو سره د مرستو لپاره ددې پیسو ۱۵ فیصده بر ابرې شوې دي.

دا پداسې حال کې دي چې له دې دمخه د ژغورنې نړیوالې کمیټې د دافغانستان د روغتیایي سیستم د ګډوډیدو د احتمال په اړه د خبرداري په ترڅ کې ویلي وو چې ښایي پدې هیواد کې د کلینکونو په ګډون څه دپاسه ۹۰فیصده روغتیایي مرکزونه وتړل شي.

XS
SM
MD
LG