د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف وايي د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي چې په افغانستان کې د ټولو دولتي ښوونځیو د ښوونکو د دوو میاشتونه معاشونه ورکوي.

یونیسف نن یکشنبه فبرورۍ ۲۰ (کب لومړۍ) ویلي چې په یادو ښوونکو کې د ټولو لومړنیو او متوسطه، تخنیکي او مسلکي ښوونځیو نارینه او ښځینه ښوونکي شامل دي.

د یونیسف په اعلامیه کې ویل شوي چې هر ښوونکي ته به د جنورۍ او فبرورۍ میاشتې معاشونه چې د میاشتې ۱۰۰ امریکايي ډالره کیږي ورکړل شي. د بیان له مخې دغه پیسې د اروپايي ټولنې لخوا ورکول شوي دي.

اعلامیه وايي چې د یادو ښوونکو شمېر ۱۹۴۰۰۰ تنو ته رسیږي چې اوس مهال په دغه هیواد کې نجونو او هلکانو ته تدریس کوي او په ډير سختو حالاتو کې یې هم زده کوونکو تدریس کړی دی.

یونیسف همدارنګه ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د دولتي ښوونځیو د ملاتړ لپاره څه باندې۲۵۰ میلیون نورو ډالرو ته اړتیا لري. یاد سازمان له مرسته کوونکو بنسټونو څخه غوښتي چې په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

په دغه اعلامیه کې د افغانستان لپاره د یونیسف د نوي ټاکل شوي استازي ډاکتر محمد ایویا له قوله ویل شوي: "د ډېرو ښوونکو لپاره له ناڅرګند برخلیک او سختیو وروسته،موږ خوښ یو چې په افغانستان کې د دولتي ښوونځيو ښوونکو ته بېړنۍ مرستې رسوو چې د ماشومانو د زده کړو په برخه کې خپلې هڅې نه سپموي."

که څه هم یونیسف ټینګار کړی چې د دولتي ښوونځیو ټولو ښوونکو ته د دوومیاشتو معاش ورکوي، خو د طالبانو د حکومت پوهنې وزارت چارواکو تیره ورځ وویل چې یونیسف په کابل، لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې د روان میلادي کال تر پایه د دولتي ښوونځيو ښوونکو ته د میاشتې ۱۰۰ ډالره معاش په نظر کې نیولی دی.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس عزیز احمد ریان امریکا غږ ته وویل چې دغه بهیر په کابل، لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې د ۴۰زره ښوونکو لپاره په پام کې نیول شوی چې وروسته به نورو ولایتونو ته هم پراخ شي.

په افغانستان کې اوس مهال ۸.۸ میلیونه ماشومان په دولتي ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي. خو لا هم په دغه هیواد کې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د نجونو پرمخ نه دي پرانیستل شوي.

د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې په نوي لمریز کال کې به ټول ښوونځي او تعلیمي مرکزونه د نجونو پرمخ هم پرانیستل شي.

په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته ګڼ شمېر ښوونکو شکایت وکړ چې د څو میاشتو معاشونه یې نه دي ورکړل شوي.دوی ویل که یې معاشونه اجرا نشي له سختو اقتصادي ستونزو سره به مخ شي.

XS
SM
MD
LG