د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: نړیوال بنسټونه شاوخوا ۱۰زرو افغان ښځینه روغتیایي کارکوونکو سره مرسته کوي


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې ۱۰۰۰۰ ښځینه روغتیایي کارکوونکې د نړیوالو موسسو څخه مالي مرستې ترلاسه کوي.

په افغانستان کې د یونیسف د روغتیايي پروګرامونو مشرې فیروزه شفیق نن د جولاۍ په نهمه (چنګاښ ۱۸) په خپل ټویټر لیکلي چې د اسیا پراختیايي بانک، نړیوال بانک او یونیسف ددغو ښځو د کار د دوام لپاره بودیجه برابروي.

هغې ویلي چې دغه ښځې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په روغتيايي مرکزونو او ټولنو کې فعالې دي چې د افغان ښځو او ماشومانو د ژوندانه د ژغورني خدمتونه وړاندې کوي.

د یونیسف د روغتیا د څانګې د شمېرو له مخې اوس مهال په ټول افغانستان کې ۲۰ میلیون وګړي لومړنیو او ثانوي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري. د یونیسف د مقاماتو په وینا، دا کار د "روغتیایي کارکونکو، په ځانګړې توګه د ښځو څخه په ملاتړ، د اکمالاتو د ځنځیرونو د فعال ساتلو او د روغتیایي مرکزونو او روغتونونو د خلاص ساتلو له لارې ممکن شوی دی."

همدارنګه د یونیسف معلومات ښيي چې په دغو روغتیايي مرکزونو کې ۲۷ زره روزل شوي روغتیايي کارکوونکي کار کوي او په ټول افغانستان کې ۲۴۰۰ مجهز روغتیايي مرکزونه فعال دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د یونیسف د روغتیايي پروګرامونو مشر ویلي وو چې د ۲۷ زره روغتیايي کارکوونکو په ساتلو او د زرګونو روغتیايي مرکزونو په فعالولو سره یونیسف د نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک په مرسته د افغانستان د روغتیايي سیستم د سقوط مخه نیولې ده.

د یونیسف ترڅنګ د روغتیا نړیوال سازمان هم د روغتیايي او غیر طبي وسایلو د برابرولو سربیره په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره کار کوي.

د طالبانو له واکمن کیدو او د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان له سخت اقتصادي او بشري کړکیچ سره مخ شوی او د نورو سکټورونو ترڅنګ د هېواد روغتیايي سیستم هم له کړکیچ سره مخ دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد د اپرېل په اوومه "د ټولو لپاره د روغتیا د نړیوالې ورځې" په مناسبت وویل چې د افغانستان د لرو پرتو سیمو د اوسېدونکو لپاره د نویو روغتیايي مرکزونو جوړول، د تغذیې د سکټور بډایه کول، د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو او د طبي او تشخیصي تجهیزاتو د ترلاسه کولو لپاره لازیاتې هڅې د افغانستان د روغتیایی سیستم یو له لومړنیو اړتیاوو څخه دي.

XS
SM
MD
LG