د لاس رسي وړ اتصالات

جبري حجاب؛ طالبانو د بدخشان پوهنتون ته د ښځینه محصلینو د ننوتلو مخنیوی کړی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د بدخشان ولایت د پوهنتون یو شمېر ښځینه مصحلینو ادعا کړې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن منکر مامورینو د «چادري» نه په سر کولو له امله پوهنتون ته د هغوی د داخلېدو مخه نیولې ده.

نن یکشنبه اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) ټولنیزو رسنیو ته راوتلې ویډیو کې یو شمېر ښځینه محصلینې چې «تور اوږده لباسونه» یې په تن او ماسکونه یې تړلي دي پوهنتون ته د نه پرېښودو په غبرګون کې اعتراض کوي.

د بدخشان پوهنتون یوې استادې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې دغه اعتراضیه حرکت وروسته تر هغه پیل شو کله چې طالبانو د «چادري نه لرلو» له امله پوهنتون ته د دغه ښځینه محصلینو د داخلېدو مخه ونیوله.

هغه وویل چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن منکر مامورینو تر دې مخکې له ښځینه محصلینو څخه غوښتي و چې باید حجاب رعایت کړي او پوهنتون ته په «چادري» کې راشي.

له دغه معترضو ښځینو محصلینو څخه یوې یې وویل: "له دې امله چې شاګردانو چادري نه وه کړې، امر بالمعروف هغوی (نجونې) درولي او نه یې پرېښودلې چې پوهنتون ته داخلي شوي وای."

یادو ښځینه محصلینو د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو هم انتقاد وکړ او همدارنګه یې د «ازادۍ» په اړه شعارونه ورکول.

ویل کیږي چې ځايي طالب چارواکو د یاد لاریون مخه نیولې، خو تر دا مهاله د بدخشان پوهنتون مسؤلینو او په هغه ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن منکر وزارت تر دې مخکې له مېرمنو څخه غوښتي و چې حجاب مراعت کړي.

بلخوا د ښځو د ملاتړ نړیوالو مدافع بنسټونو په افغانستان کې د ښځو په وړاندې دطالبانو د محدودیتونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده.د دوی په وینا څه باندې یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې په ټولنیزو، سیاسي او کاري برخو کې د مېرمنو ونډه کمه شوې او تر شپږم ټولګي پورته متوسطهاو لیسه ښوونځي هم د نجونو پر مخ بند شوي دي. خو طالبانو تر دې مخکې ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقوقو ته ژمن دي.

امریکا غږ هڅه وکړه چې په دبخشان ولایت کې د ښځینه محصلینو د اعتراض په اړه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت نظر واخلي، خو هغوی تر دا مهاله په دې اړه زموږ پیغام ته ځواب نه دی ویلی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۸مه یو شمېر معترضو مېرمنو د کابل پوهنتون د نجونو له لیلیې څخه د یو شمېر ښځینه محصلینو د ایستلو په غبرګون کې لاریون وکړ او د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو له وزارت څخه یې وغوښتل چې له لیلې څخه د ایستلو شوو نجونو پر پریکړې له سره غور وکړي.

دوی ویل چې دغه نجونې په کابل کې پر (کاج) تعلیمي مرکز د چاودنې په غبرګون کې یوې مظاهرې کې د ګډون له امله له لیلې څخه ایستل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي د یادې مسئلې په اړه امریکا غږ ته هغه مهال وویل چې د کابل د پوهنتون د مقرراتو څخه د سرغړونې له امله یو شمېر محصلین له د ځانګړي کمېټې د پرېکړي په پایله کې د پوهنتون له لیلیې څخه ایستل شوي دي.

د څه باندې یو کال په تېرېدو سره په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی. تر دې مخکې د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري ویلي و که طالبان غواړي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي باید د نجونو او ښځو حقوقو تامین ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG