د لاس رسي وړ اتصالات

افغان میرمنو د طالبانو په بند کې د شکنجې او ناسم چلند کیسې کړي – راپور


ارشیف
ارشیف

د بشري حقونو نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ ( تلې ۲۷) وویل، چې هغه افغان میرمنې، چې د طالبانو د چلند پر وړاندې په اعتراضونو کې بندیانې شوې وې، ورته یې د بند پر مهال د طالبانو له خوا د شکنجې او ناسم چلند په اړه کیسې کړي دي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان په دغه راپور کې ویلي، چې دغو ښځو ورته ویلي هغوی په ناحق ډول د ماشومانو په ګډون د خپلې کورنۍ غړو سره بندیانې شوې وې، چې په بند کې د پاتې کیدو پر مهال وهل او ډبول شوي او ګواښل شوي او د زندان خطرناک وضعیت او بد شرایط یې تجربه کړي دي.

دغو میرمنو د بشري حقونو نړیوال سازمان ته ویلي، چې طالبانو د هغوی نارینه خپلوان وهلي او " برقي شوکونه" یې ورته ورکړي دي او بند کې د پاتې کیدو پر مهال یې عدلي ادارو ته لاس رسی هم نه درلود.

بشري حقونو نړیوال سازمان ویلي، چې دا وضعیت په بند کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند او د اعتراضونو د چپ کولو لپاره د هغوی پر هڅو رڼا اچوي.

بشري حقونو نړیوال سازمان د ښځو د څانګې مشرې هیدربار ویلي، چې ددغو او نورو ښځو د میړانې په اړه چې د طالبانو د ناسم چلند پر وړاندې اعتراضونه کوي ګرانه ده چې اغراق وشي.

میرمن بار وویل: "ددغو ښځو کیسې د ښځو د فعالیتونو څخه د طالبانو د ژورې ویرې او ډار او هم د ښځو د فعالیتونو د ځپلو لپاره د هغوی د ظلمونو څرګندونه کوي".

طالبانو د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې کابل کې د ښځو د امن په یوه خونه د برید پر مهال درې ښځې په خپلسر بندیانې کړې وې.

طالب چارواکو دغو ښځو او د هغوې د کورنیو غړي د څو اونیو لپاره د کورنیو چارو په وزارت کې په بند کې وساتل.

د بشري حقونو نړیوال سازمان وايي، داسې ښکاري چې طالبانو دا اقدام د ښځو د اعتراضونو د طرح کولو او په کې د دغو ښځو ګډون پر وړاندې دغچ اخیستلو لپاره کړی وي.

بند څخه د ازادیدو وروسته له افغانستان څخه فرار

طالبانو پر افغانستان باندې د بیا واکمنیدو وروسته پر ښځو او نجونو باندې سخت محدودیتونه لګولي دي اکثره ښځې یې په دولتي ادارو کې د کار څخه منع کړي او د نجونو د متوسطې او لیسې ښوونځي یې تړلي دي.

طالبانو واک ته د رسیدلو سره سم لاریونونو سره خپل مخالفت ښودلی او په پرله پسې ډول یې لاریون کوونکي وهلي او ډبولي او د لاریونونو مخه یې نیولې ده او هغه خبریالان چې د لاریونونو د خبرې پوښښ لپاره د لاریون کوونکو ځای ته ورغلي و، وهلي، او نیولي دي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د راپور له مخې طالبانو د لاریونونو وروسته د روان ۲۰۲۲ میلادي کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې ۲۴ د ښځو فعالانې نیولې وې.

تمنا پریاني یوه د دغو ښځو څخه ده چې طالبانو له خوا نیول شوې وه. نورو ښځو د هغې ویرې او ډار په اړه د بشري حقونو سازمان ته کیسې کړي چې د تمنا پریاني د نیولو وروسته هغوی ورسره مخ شوې وې.

درېو ښځو چې په دې جریان کې بندې شوې وې ویلي، چې طالبانو په لومړي سر کې هغوی ۲۱ ښځې او اوه ماشومان د پنځه ورځو لپاره په یو کوچنۍ او ګرمه خونه کې وساتل او په دغه موده کې هغوی اوبو، خوړو او تشناب ته لاس رسی نلره.

هغوی وویل، چې د څو اونیو لپاره، چې د طالبانو په بند کې و ورڅخه تحقیق کیده او په داسې حال کې چې د هغوی د کورنۍ نارینه غړي په شدید ډول شکنجه کیدل له دغو ښځو یې په زور اعتراف واخیست.

دغو ښځو ویلي، چې طالبانو د هغوی د ازادیدو په بدل کې د هغوی د کورونو قبالې غوښتلې او ویل یې که چیرې بیا په دغسې فعالیتونو کې ونیول شئ نو ملکیتونه به یې ضبط شي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان ویلي، چې طالبان باید په عاجل ډول ټول هغه بندیان، چې د بیان د ازادۍ او د سوله ییزو اعتراضونو د حقونو څخه په ګټې اخیستلواعتراضونه کړي د هغو خبریالانو په ګډون چې ددغو اعتراضونو د پوښښ پر مهال نیول شوي خوشې کړي.

د بشري حقونو دغه سازمان ویلي، چې همدارنګه طالبان باید په خپلسر نیونو ته د پای ټکی کیږدي او هغوی چې نیول شوي عدلي او حقوقي ادارو ته د لاس رسي حق ورته ورکړي

دغه سازمان همدارنګه ویلی چې هر څوک چې د نیول شوو کسانو سره د ناسم چلند مسول دی باید په بیطرفه ډول ورڅخه تحقیق او د قانوني څار لاندې ونیول شي. د طالبانو حکومت تر اوسه د بشري حقونو د نړیوال سازمان ددغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو دمخه د طالبانو حکومت دا ډول راپورنه یو اړخیز او پر افواهاتو بنا شوي راپورونه بللي و.

هیدر بار ویلي، چې "افغان میرمنې د طالبانو د واک د سختو عواقبو سره مخ دي او نړیوالې ټولنې د هغوی د ملاتړ د غوښتنې غږ ته ځواب نه دی ویلی".

طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د تیر لمریز کال په وروستیو کې یوه ویډیو خپره کړې وه، چې په کې یو شمیر اعتراض کوونکو ښځو په خپلو اعترافاتو کې په بهر کې د میشتو ښځو د ځینو فعالینو نومونه اخیستي و او ادعا یې کړې وه، چې دغو ښځو دوی د طالبانو پر خلاف لاریونونو او څرګندونو ته هڅولې وې.

دغو ښځو ویلي و، چې دغه کسان له بهرڅخه ورسره په اړیکو کې و او ورسره یې له افغانستان څخه بهر ته د ایستلو ژمنې کړې وې.

یوشمیر پخوانیو چارواکو او د ښځو د حقونو ملاتړو د طالبانو له دغه ډول چلند څخه انتقاد کړی و او ویلي و، چې له دغو ښځو په زور او شکنجې اعتراف اخیستل شوی دی او دغو ښځو د مجبوریت او د ځان د ژغورولو لپاره دا ډول اعترافونه کړي وو.

XS
SM
MD
LG